٢٠١٣ کال افغان کرېکټ لوبغاړو ته خورا بوخت دى

د خپريدو وخت: 14:18 گرینویچ - جمعه 04 جنوري 2013 - 15 مرغومی 1391

ملي لوبډله په همدې کال کې د ٢٠١٥ کال د يو ورځنيو نړيوالو اتلوليو د غوراوي مهمې لوبې لري.

٢٠١٣ کال د افغانستان د کرېکټ لوبډلو لپاره خورا مهم دى.

ملي لوبډله په همدې کال کې د ٢٠١٥ کال د يو ورځنيو نړيوالو اتلوليو د غوراوي مهمې لوبې لري.

د ١٩ کلنو لوبډله هم د نړيوالو اتلوليو لپاره د غوراوي له پړاوه تېرېږي.

ملي لوبډله د ٢٠١٤ کال نړيوالو شل اوريزو اتلوليو د غوراوي په سياليو کې بخت ازمويي.

او ښايي د ښځو افغان کرېکټ لوبډله هم په لومړي ځل په نړيوال ډګر کې سيالي وکړي.

جنوري

  • د افغانستان ملي لوبډله له ای ټيم سره په جلال اباد کې درې يو ورځنۍ لوبې کوي.
  • د افغانستان د اې په نامۀ لوبډله چې ډېر به په کې د ملي لوبډلې لوبغاړي وي پاکستان ته سفر کوي چې له پاکستان اې سره سيالۍ وکړي.
  • د افغانستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډله ښايي تايلنډ ته د اسيا د اتلوليو لپاره سفر وکړي.

مارچ

  • افغانستان په شارجه کې له سکاټلنډ سره يوه څلور ورځنۍ او دوه يو ورځنۍ رسمي نړيوالې لوبې لري.
  • په نيپال کې د اسيا د کرېکټ شورا شل اوريزې سيالۍ چې د شل اوريزو نړيوالو اتلوليو د غوراوي پړاو ته د رسېدا لپاره دي، افغانستان وار د مخه د غوراوي په پړاو کې ځاى لري خو په دې سياليو کې به هم برخه اخلي.

مۍ

په دوبۍ کې د ١٩ کلنو لوبغاړو د نړيوالو اتلوليو د غوراوي لوبې کېږيپه ماليزيا کې د اسيا د ١٩ کلنو لوبغاړو د مخکښو لوبډلو سيالۍ

جولاى

افغانستان له نيميبيا سره يوه څلور ورځنۍ او دوه يو ورځنۍ رسمي لوبې کوي

اګست

په سينګاپور کې افغانستان له هند، پاکستان، سرېلنکا، بنګله دېش اې ټيمونو او د اماراتو، نيپال او سينګاپور له ملي لوبډلو سره سيالي کوي.

سپتمبر

له کينيا سره په شارجه کې د افغانستان يوه څلور ورځنۍ او دوه يو ورځنۍ لوبې کېږي

نومبر

په دوبۍ کې د ٢٠١٤ کال د نړيوالو شل اوريزو اتلوليو د غوراوي سيالۍ کېږي

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .