رولا حلبي بیا سوکوهنې ته مخه کړه

د خپريدو وخت: 07:14 گرینویچ - شنبه‬ 12 جنوري 2013 - 23 مرغومی 1391
رولا حلبي

دغه ۲۷ کلنه سوکوهونکې به د ښځینه سوکوهنې په دې سیالۍ کې د ایټالوۍ لوسیا مورلي په مقابل کې لوبه وکړي.

جرمنۍ سوکوهونکې رولا حلبي وروسته تر هغه چې د خپل پلندر له لوري ۱۲ ځایه په ډزو ټپي کړای شوه، یوځل بیا یې د سوکوهنې سیالیو ته مخه کړې ده.

په پام کې ده چې د شنبې په ورځ (جنوري ۱۲) به د ښځینه سپک وزن سوکوهنې په نړیواله سیالۍ کې ولوبېږي.

دغه ۲۷ کلنه سوکوهونکې به د ښځینه سوکوهنې په دې سیالۍ کې د ایټالوۍ لوسیا مورلي په مقابل کې لوبه وکړي.

رولا حلبي په لبنان کې زیږېدلې ده، د تېر ۲۰۱۱ په اپریل کې په برلین کې د مسابقې پرمهال د خپل پلندر او مشر روزونکي له لوري په ګولیو ټپي کړای شوه.

ظاهراً ددغه برید لامل له پلندر سره د آغلې حلبي د قرارداد ختمېدل په ګوته شوي، چې وايي د ۲۰۱۱ په جنورۍ کې پای ته رسېدلی و.

وړاندې له دې چې حلبي ونیوله شي، دوو ساتونکو یې هم ټپیان شول.

مرمۍ د حلبي په لاسونو او پښو لګېدلې وې، چې تر دوو میاشتو یې سیالیو ته زړه ښه نه کړ.

خو رولا هیله منه ده چې د سوکوهنې په نړیواله سیالۍ کې به ارومرو لوبېږي.

نوموړې وايي: "له یوې خوا ډېره ډاډ‌منه نه وم، چې دا کار به زما د روغتیايي حالت د ناوړه کېدو سبب وګرځي، او دا هیله مې نه لرله، چې ودې رغېږم او بیا دې مبارزه وکړم."

دا وايي، ډاکټران یې ډېر ډاډمن نه وو، چې ګني هغه به په بشپړه توګه روغه شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .