وکټوریا ایزارنکا یو ځل بیا اتلولې خپله کړې

د خپريدو وخت: 07:56 گرینویچ - 27 جنوري 2013 - 08 سلواغه 1391

نوموړې په نړیواله کچه د لومړیتوب مقام هم په خپل ځای وساته.

د بیلاروس وکټوریا ایزارنکا په ملبورن ښار کې د چین لینا ته په ماتې ورکولو سره یو ځل بیا اتلولې خپله کړې ده. له دې سره سره نوموړې په نړیواله کچه د لومړیتوب مقام هم په خپل ځای وساته.

د بېلاروس ۲۳ کلنې لوبغاړې په روډ لیور ارینا کې تر سره شوې لوبه کې خپلې سیالې لوبغاړې څلور-شپږ- شپږ- څلور او شپږ درې ماتې ورکړه. د لوبې پر مهال چینايي لوبغاړې لينا دوه ځلې وپرځېده، چې له کبله یې مړوند ټپي شو او سر یې هم په ځمکه ولګېد.

دې سیالۍ کې بریالیتوب د ایزارنکا لپاره په ګرانډ سلیم کې دویمه بریا ده. له بریالیتوبه وروسته نوموړې وویل، غواړم ډېر څه ووایم، خو خپله خبره به رالنډه کړم، له لږ ځنډ وروسته هغې وویل:

"د اسټرالیا ملي ورځ دې ټولو ته بختوره شي."

د پنجشنبې په ورځ د لومړۍ نیمه پایلوبې پر مهال د چین لینا د روسیې ماریا شراپوا ته په سټریټ سیټس کې ماتې ورکړه.

۳۰ کلنې لینا هغه لوبه د شپږ دوړه او شپږ دوه په توپیر سره په خورا اسانۍ ګټلې وه.

د ټورنامنټ لپاره په لړ لیک کې د لینا نوم په شپږم مقام کې او دغه راز د شراپووا نوم په دویم مقام کې نیول شوی و. لینا لومړنۍ چینایۍ لوبغاړې ده، چې د ګرینډ سلیم ټېنیس لوبو پای لوبه کې برخه اخلي.

نوموړې په ۲۰۱۱ کال کې هم د لوبې دغه پړاو ته رسېدلې وه، خو هلته د کیم کلاسټر له لاسه له ماتې سره مخامخ شوه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .