د ښځو کرېکټ نړیوال جام سیالۍ پیل شوې

د خپريدو وخت: 11:22 گرینویچ - پنجشنبه 31 جنوري 2013 - 12 سلواغه 1391

د پنجشنبې په ورځ هند کې د ښځو د کرېکټ نړیوال جام سیالۍ پیل کېږي.

د پنجشنبې په ورځ هند کې د ښځو د کرېکټ نړیوال جام سیالۍ پیلېږي.

لومړي سر کې د ای ډلې د دوو لوبډلو هند او ویسټ انډیز تر منځ ممبۍ کې لوبه تر سره کېږي.

د جمعې په ورځ به د انګلستان او سریلانکا لوبډلې مخامخ شي.

د انګلستان لوبډله د تېر ځل سیالیو ګټونکې ده. که څه هم تمه نه کېده، خو له سیالیو مخکې د هند لوبډلې په تمریناتي لوبه کې د نیوزیلنډ لوبډلې ته په ۴۵ منډو ماتې ورکړه، چې په دویمه لوبه کې یي بیا له استرالیا نه ماتې په برخه شوه.

اسټرالیا ویسټ انډیز ته هم د ۱۳۵ منډو په بدل کې درنه ماتې ورکړه.

د سیالیو له پیل کېدو یوه اونۍ مخکې مسوولین اړ شول، چې د لوبو په مهال وېش کې بدلون راولي، ځکه د امنیتي ملحوظاتو له امله د پاکستانۍ لوبډلې لوبې له ممبۍ نه کټک ښار ته ولېږدول شوې.

د لومړي مهال وېش له مخې ټاکل شوې وه، چې ټولې سیالۍ به د ممبۍ په دریو لوبغالو کې تر سره کېږي. خو په ممبۍ کې د کیڼ لاسي ګوند شیوسینا غړو ګواښ وکړ، دوی به د پاکستاني لوبډلې د لوبو مخه ونیسي.

"دې سیالیو کې اته لوبډلې برخه لري، چې د څلور – څلورو په دوو ډلو وېشلې شوې دي."

د پاکستان لوبډلې د لومړي او دویم پړاو ټولې لوبې به په کټک کې تر سره شي، خو که دغه لوبډله وتوانېږي، چې د فبرورۍ په ۱۷ پای لوبې ته ځان وروسوی، نو بیا به اړه وي، چې ممبۍ ته سفر وکړي.

د هندي لوبډلې کپیتانې متهالي راج ویلي، چې د پاکستانۍ لوبډلې پر ضد مظاهرو مایوسه کړې ده. هغې وویل:

"زما شخصي نظر دادی، چې سیاست باید له لوبو لېرې وساتل شي. لوبې د تفریح او ساعت تېري فرصت دی، له دې امله باید په کې سیاست شامل نه کړو."

دې سیالیو کې اته لوبډلې برخه لري، چې د څلور – څلورو په دوو ډلو وېشلې شوې دي. په ای ډله کې هند، ویسټ انډیز، انګلستان او سریلانکا او په بي ډله کې اسټرالیا، پاکستان، نیوزیلنډ او سویلي افریقا لوبډلې شاملې دي. له هرې ډلې به درې لوبډلې د غوره شپږ پړاو ته لار ومومي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .