غېږ نيول له اولمپيک لوبو وايستل شول

د خپريدو وخت: 15:22 گرینویچ - سه شنبه 12 فبروري 2013 - 24 سلواغه 1391

غېږ نيول د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو ازبکستان او ايران کې تکړه لوبغاړي لري چې په اولمپيک لوبو کې يې د سرو زرو مډالونه هم ګټلي دي.

د اولمپيک د نړيوالې کمېټې د مشرتابۀ جرګهګۍ پتېيلې ده چې د غېږ نيولو سيالۍ د ٢٠٢٠ کال له اولمپيک لوبو وباسي.

دا پرېکړه په سويس کې د سې شنبې( د فبرورۍ/١٢) په ورځ اعلان شوه.

تر دې اعلان وړاندې وېره دا وه چې تکواندو ښايي د اولمپيک له سياليو و ايستل شي.

تکواندو يوازينۍ لوبه ده چې افغانستان په کې په اولمپيک لوبو کې مډالونه ګټلي دي.

د اولمپيک نړيوالې ادارې د لندن د اولمپيک لوبو تر څارلو وروسته غوښتل چې ځينې لوبې لرې کړي او پر ځاى يې نويو سياليو ته موقع ورکړي.

غېږ نيول د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو ازبکستان او ايران کې تکړه لوبغاړي لري چې په اولمپيک لوبو کې يې د سرو زرو مډالونه هم ګټلي دي.

د دې پرېکړې تر اورېدا وړاندې د ازبکستان د لوبو او کولتور د وزارت مرستيال جاسور اکراموف د بي بي سي ازبکي څانګې سره په خبرو کې وويل چې دا به ډېره غلطه خبره وي.

ښاغلي اکراموف وويل که غېږ نيونه له اولمپيک سياليو وايستل شي نو د ازبکستان د مډال ګټلو چانس کمېږي.

ازبکستان په تېرو پنځو اولمپيک سياليو کې په غېږ نيولو کې د سرو زرو څلور مډالونه ګټلي دي.

تېر کال په لندن سياليو کې هم ازبک غېږ نيونکو د سرو زرو يو مډال ګټلى و.

د اولمپيک د نړيوالې کمېټې يوۀ وياند مارک ادمز وايي چې لا هم غېږ نيونې ته چانس شته اوس يوازې وړانديز شوى دى.

خو خبريالان وايي دا امکان خورا کم دى چې دا لوبه دې بېرته په اولمپيک سياليو کې ځاى شي.

غېږ نيول د معاصرو اولمپيک لوبو په لومړنيو هغو ١٨٩٦ کې ځاى شوي وو.

له ١٩٠٠ پاريس لوبو پرته په نورو ټولو اولمپيک سياليو کې غېږ نيول ليدل شوي دي.

د لندن په اولمپيک سياليو کې روسيې او جاپان په غېږ نيولو کې د سرو زرو څلور څلور مډآلونه ګټلي وو.

ايران درې اذربايجان او امريکا په کې د سرو زرو دوه دوه مډالونه خپل کړي وو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .