نوروز منګل د ستایلو او یادولو وړ دی

د خپريدو وخت: 13:47 گرینویچ - 24 فبروري 2013 - 06 کب 1391

نوروز منګل په ۲۰۰۶ کال کې د ریس احمدزي پر ځای د افغانستان د ملي لوبډلې د کپتان په توګه ونومول شو.

ریس احمدزي نه خرابه لوبه کړې وه او نه یې کپتاني خرابه وه خو د هغه وخت افغان کریکټ چارواکو ويلي و چې ګواکې قسمت يې ښه نه دی.

د ریس احمدزي په کپتانۍ کې افغان لوبډلې ځينې پایلوبې وبایللې او دا د قسمت خرابي وبلل شوه.

د نوروز منګل بخت تر ریس احمدزي یو څه بیداره ښکاره شو.

په کوېټ کې يې د اسیا د کریکټ شورا په شل اوريزو سیالیو کې له عمان سره پایلوبه مساوي کړه او ورپسې يې په ۲۰۰۸ کال کې د نړیوالو اتلولیو د غوراوي پنځم پړاو په یو نه یو ډول وګاټه.

په دغه بري کې رښتیا چې بخت یاري وکړه.

نيمې پایلوبې ته د باران او د منډو د کم اوسط له امله باید افغانان نه وای رسېدلي خو تر غونډو منډو وروسته د ارام ورځ بیا لوبې ته ورکړل شوه او افغانستان نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

په پایلوبه کې په ۴۸ منډو د افغانستان اته لوبغاړي سوځېدلي و خو بری يې وموند.

ورپسې د افغانستان روزونکی بدل شو، د کریکټ چارواکي يو په بل پسې بدل را بدل شول.

د نوروز په کپتانۍ کې افغانستان نړیوالو یو ورځنیو اتلوليو ته لار و نه موندله خو د رسمي يو ورځنیو لوبو حق يې خپل کړ.

نوروز په عمر تر نورو لوبغاړو ډېر مشر نه و خو په ميدان کې يې ظاهري بڼه ډېره ارامه وه.

له روزونکيو، چارواکو او لوبغاړو سره يې اړيکې تل ښې وې.

له رسنیو او کریکټ مينه والو سره يې هم تل ښه وپالل.

خپله د لوبو په ډګر کې يې منډې، بالېنګ او توپ ټولول تر ډېره ښه و.

په څلور ورځنیو لوبو کې له کینیا سره د ۱۶۷ منډو لوبه يې د یاد وړ ده.

په يو ورځنیو لوبو کې يې هم ځينې د پام وړ لوبې وکړې.

که څه هم په ۲۰۱۰ کال کې د لږ وخت لپاره د نوروز پر ځای محمد نبي کپتان وټاکل شو خو هغه وخت داسې وانګېرل شول چې کپتاني د نبي پر لوبې اغېز کړی نو بېرته يې نوروز منګل کپتان کړ.

اوس نبي تر هغه وخت ډېره تجربه لري.

ښايي نبي دا ځل وځلېږي خو په افغان کریکټ کې لکه ریس احمدزي ته چې کلونه پخوا څرګنده شوه يوازې ځلېدل کافي نه دي باید بخت يې هم بیداره وي.

نوروز منګل که لوبې ته دوام ورکړ او د بخت ياري يې پر نبي ولوروله ښايي افغان لوبډله د ښې راتلونکې هيله ولري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .