کرېکټ: افغانستان سکاټلنډ ته ماتې ورکړه

د خپريدو وخت: 06:46 گرینویچ - دوشنبه 04 مارچ 2013 - 14 کب 1391

د افغانستان له لوري کپتان محمدنبي عیسی خیل ۲ لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله، چې د متحدو عربي اماراتو په شارجه کې ده، تېره ماخوستن(د مارچ ۳) د سکاټلنډ له کرېکټ لوبډلې سره د ۲۰ اووریزو کرېکټ سیالیو په لړ کې مخامخ شوه.

د لوبې ټاس افغان لوبډلې وګاټه او لومړی یې د بېټینګ (توپ وهلو) پرېکړه وکړه. افغان لوبډله وتوانېده، چې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۳ منډې جوړې کړي.

شهزاد محمدي په دې لوبه کې ښه وځلېد او د ۵۵ منډو په جوړولو بریالی شو. اصغر ستانکزي ۳۰ او ګلبدین نایب ۱۵ منډې جوړې کړي.

د لوبې په دویمه برخه کې، چې سکاټلنډ لوبه پیل کړه، و نه توانېدل، چې د افغانانو لخوا ټاکل شوي هدف ته ځان وروسوي.

د ۶ سکاټ لوبغاړو له سوځېدو وروسته ټاکل شوي ۲۰ اووره پای ته ورسېدل او ۱۰۵ منډې جوړې شوې وې.

د افغانستان له لوري کپتان محمدنبي عیسی خیل ۲ لوبغاړي وسوځول او درې افغان بالران، سمیع الله شینواری، افتاب او کریم صادق وتوانېدل، چې یو- یو وېکټ تر لاسه کړي.

د حمید حسن په لومړي اوور کې د سکاټلنډ یو لوبغاړی د حمزه هوتک په تهرو رن اوټ شو. دغه راز افغانستان سکاټلنډ ته د ۲۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

نن ماخوستن ( مارچ ۴) به افغان او سکاټ لوبډلې په شارجه لوبغالي کې د همدې لړۍ په یوه بله لوبه کې مخامخ شي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د رسنیو مسوول فرید احمد هوتک بي بي سي ته وویل، چې افغان ملي لوبډله به دمارچ په شپږمه او اتمه یو ځل بیا له سکاټلنډ سره په شارجه کې د چمپین شپ لیګ ۵۰ اووریزو سیالیو په لړ کې برخه واخلي.

د نوموړي په وینا له دې وروسته به د مارچ په ۱۲ د انټر کانټیننټل نومي سیالیو په لړ کې افغان او سکاټ لوبډلې څلور ورځنۍ لوبه وکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .