افغانستان دویمه کرېکټ لوبه هم وګټله

د خپريدو وخت: 10:41 گرینویچ - سه شنبه 05 مارچ 2013 - 15 کب 1391

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د سکاټلنډ له لوري ورکړل شوي هدف ته په ۱۷ اوور کې د درې لوبغاړو په سوځېدو ځان ورساوه.

افغانستان په دویمه ۲۰ اووریزه کرېکټ لوبه کې سکاټلنډ ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه. د متحدو عربي اماراتو د شارجې په نړیوال لوبغالي کې افغانستان او سکاټلنډ دغه لوبه وکړه.

د لوبې پچه (ټاس) سکاټلنډ وګاټه او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. د لومړۍ لوبې پر مهال افغانستان له ټاس ګټلو وروسته لومړی توپوهنه کړې وه.

سکاټ لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۹ منډی وکړې او افغانستان ته یی د ۱۴۰ منډو هدف کېښود.

د افغانستان له لوري حمید حسن په څلورو اوورونو کې د ۲۲ منډو په ورکولو سره ۴، حمزه هوتک، محمدنبي عیسی خیل او سمیع الله شینواري یو یو لوبغاري وسوځول.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د سکاټلنډ له لوري ورکړل شوي هدف ته په ۱۷ اوور کې د درې لوبغاړو په سوځېدو ځان ورساوه.

افغان لوبغاړو شهزاد محمدي ۴۶، کریم صادق ۳۴، سمیع الله شینواري ۲۴ او نوروز منګل ۲۰ منډی وکړې. افغانستان او سکاټلنډ به د روانې مارچ میاشتې په شپږمه او اتمه په ۵۰ اووریزو لوبو کې د سیالۍ ډګر کې مخامخ شي.

له دې وروسته به دواړه لوبډلې له ۱۲ تر ۱۵ مې په انټر کانټیننټل (لویو وچو) سیالیو کې د یوه بل په وړاندې خپل بخت وازمایي. دغه سیالۍ دواړو هېوادونو ته خورا ارزښتناکې بلل کېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .