افغانستان سکاټلنډ ته بیا ماتې ورکړه

د خپريدو وخت: 14:02 گرینویچ - جمعه 08 مارچ 2013 - 18 کب 1391

محمد نبي د لوبيز ژوند پنځمه يوه ورځنۍ پنځوسيزه بشړه کړه خو په ٥١ منډو وسوځېد.

د محمد شهزاد او نوروز منګل پيل يو وار بيا سم ثابت شو او دواړو لوبغاړو په خورا چټکۍ منډې وکړې.

محمد شهزاد چې د لسم اوور په لومړي توپ سوځېدۀ د درو شپږيو او پنځو څلوريزو په مرسته يې ٤٩ منډې کړې وې او يوازې ٣٤ توپونو ته دريدلى و.

نوروز منګل او اصغر ستانکزي ورپسې لوبه ورو کړه.

خو چې نوروز په ٣٠ منډو وسوځېد نوى لوبغاړى رحمت شاه راغى او خورا خوندوره لوبه يې وکړه.

دا د رحمت شاه د لوبيز ژوند يوازې دويمه لوبه وه خو داسې ولوبېد لکه کلونه کلونه تجربه چې يې لرلې وي.

رحمت شاه د څلورو څلويزو په مرسته په ٤٥ توپونو ٣٤ منډې وکړې.

ورپسې اصغر په نسبتآ ورو لوبې ٢٨ منډې وکړې او لاړ.

دغه وخت کپتان محمد نبي له سميع الله شينواري سره لوبې ته ودريد.

دوى دوو د لوبې مخ په بشپړ ډول واړاوۀ.

د دوى د ٧٢ منډو ملګرتيا خورا تيزه وه چې د کپتان نبي پنځوسيزه هم په کې بشپړه شوه.

محمد نبي د لوبيز ژوند پنځمه يوه ورځنۍ پنځوسيزه بشړه کړه خو په ٥١ منډو وسوځېد.

ګلبدين نايب له سميع الله سره پاتې منډې خپلې کړې.

له دې بري سره افغانستان د ٢٠١٥ کال نړيوالو اتلوليو ته د غوراوي په سياليو کې اوس ١١ پواينټونه موندلي چې له سکاټلنډ سره مساوي دي.

د افغان لوبډلې د منډو اوسط هم پورته شوى دى.

سکاټلنډ به له کينيا او ايرلنډ سره سيالۍ کوي چې اسانه نه دي.

افغانستان له کينيا او نميبيا سره مخامخ دى چې که له دواړو يې څلور لوبې وګټلې نو په ٢٠١٥ کال کې به په استراليا کې په نړيوالو اتلوليو کې ځاى خپل کړي.

د سکاټلنډ لوبه

سکاتلندي لوبغاړى

سکاتلندي لوبغاړو په دويمه لوبه کې ښه وړتيا وښوده

محمد نبي د کپتان په توگه په خپله دويمه رسمي نړيواله يوه ورځنۍ لوبه کې د پچې تر گټلو وروسته سکاتلند ته د منډو بلنه ورکړه.

کله چې په ١٠ منډو دولت ځدراڼ د سکاتلند لومړى کس وسوځاوۀ داسې ښکارېدله چې ښايي افغان لوبډلې ښه پرېکړه کړې وي.

خو د کويتزر او ديوي ترمنځ د ١٣٤ منډو ملگرتيا د لوبې تله د سکاتلند په لور کږه کړه.

کويتزر چې په پيل کې لوبې ته راوتلى و په ١٣٦ توپونو ١٣٣ منډې وکړې چې دوه شپږيزې او ١٤ څلوريزې يې درلودې.

ديوي ٦٤ منډې وکړې.

له دوى دوى پرته نور سکاتلنډي لوبغاړي ټينگ نه شول.

په افغان بالرانو کې سميع الله شينواري درې کسه وسوځول.

سميع الله د افغانستان په بالرانو کې په يو ورځنيو رسمي نړيوالو سياليو کې تر ټولو ډير لوبغاړي سوځولي دي چې له نننيو هغو سره يې ټول ٣٠ کسه ستانۀ کړي.

د افغانستان دويم تر ټولو ډير بريالى بالر حميد حسن يوازې يو کس وسوځاوۀ او دولت ځدراڼ دوه سکاتلنديان ستانۀ کړل.

کپتان محمد نبي هم دوه کسه وسوځول او په پاى کې سکاتلند د نهو لوبغاړو په له لاسه ورکولو ٢٥٩ منډې وکړې.

د ٢٦٠ منډو ترلاسه کول به اسانه نه وي.

افغانستان به هيله لري چې د پيل لوبغاړي يې تر ډېره ودريږي.

په پيل کې بيا هم نوروز منگل او محمد شهزاد راوتونکي دي.

شهزاد نن سبا ښه په منډو راغلى او نوروز منگل هم په تېره لوبه کې سليزه کړې وه.

که په دوى دوو کې يو تن تر ډېرو ودريد برى خپلولى شي که نه نو د ٢٦٠ منډو ترلاسه کول به ډيره خواري وغواړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .