دولتزي ۱۱ سکاتلنډیان وسوځول، افغانستان بري ته نژدې دی

د خپريدو وخت: 14:38 گرینویچ - چارشنبه 13 مارچ 2013 - 23 کب 1391

له سکاټلنډ سره افغانستان په روانه لړۍ کې پنځه لوبې وکړې او ټولې يې ورڅخه وګټلې.

سکاټلنډ اول وار: ۱۲۵ منډې / عزت دولتزي شپږ کسه وسوځول.

افغانستان اول وار: ۲۷۵ منډې / رحمت شاه زرمتی ۶۷ ناسوځېدلي.

سکاټلنډ دویم وار: ۱۴۴ منډې ۹ کسه سوځيدلي/ دولتزي پنځه کسه وسوځول.

په متحدو عربو اماراتو کې دا د افغانستان دويمه پرله پسې څلور ورځنۍ لوبه ده چې عزت الله دولتزی په کې ځليږي.

د دغه تنکي ځوان تيز او خوځنده بالونه د سکاټلډیانو لپاره ناممکنه ښکاره شول.

خو د دوییمې ورځې پيل د يو بل ځوان افغان لوبغاړي د ځليدا وخت و.

رحمت شاه زرمتی په لومړي ځل څلور ورځنۍ لوبې کې لوبېده خو داسې روان و لکه کلونه چې يې دا لوبه کړې وي.

له سره شهزاد ژر وسوځيد، نبی، سميع او نور هم ونه دریدل خو ده نژدې ۲۰۰ توپونه ولوبول او تر پايه په ۶۷ منډو نا سوځېدلی پاتې شو.

د ده د لوبې له امله افغانستان د ۱۵۰ منډو برلاسي وموندله.

په متحدو عربو اماراتو کې دا د افغانستان دويمه پرله پسې څلور ورځنۍ لوبه ده چې عزت الله دولتزی په کې ځليږي.

سکاټلنډ په دویم وار هم د افغانستان تیزو بالرانو ته ټینګ نه شو.

دولت ځدراڼ د سر درې لوبغاړي وسوځول او میرویس اشرف هم یو کس ستون کړ خو دا عزت الله دولتزی و چې د سکاټلنډ د لوبډلې ملا يې ماته کړه.

ده په اول ځل شپږ کسه سوځولي و او په دويم وار يې هم پنځه کسه ستانه کړل.

عزت الله دولتزی له حمید حسن وروسته دویم افغان بالر دی چې په څلور ورځنیو لوبو کې يې په یوې سيالۍ کې تر ۱۰ ډير کسان سوځولي دي.

افغانستان به د لوبې په دریمه ورځ يو بل کس سوځوي او بری يې يقيني بریښي.

له دې بري سره به افغانستان ۲۰ پوانیټونه ترلاسه کړي او په دغو سیالیو کې به له ایرلنډ سره د پاس په دوو لوبډلو کې وي.

له سکاټلنډ سره افغانستان په روانه لړۍ کې پنځه لوبې وکړې او ټولې يې ورڅخه وګټلې.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .