سویلي افریقا پاکستان ته بیا لویه ماتې ورکړه

د خپريدو وخت: 16:24 گرینویچ - 17 مارچ 2013 - 27 کب 1391

د پاکستان له خوا حفیظ هم پنځوسیزه وکړه خو بل لوبغاړی و نه درېد.

د څلورو شپږیزو او يوې څلوریزې او یوازې ۳۱ توپونو په مرسته شاهد اپریدي د سوېلي افریقا په وړاندې پنځوسیزه وکړه خو په همدې ځای و نه درېد.

په ۱۴ نورو توپونو اپريدي ۳۰ نورې منډې وکړې او بخت هم ورسره هغه وخت یاري وکړه چې په منډو بولډ اوټ شو خو لوبڅار لوبه ودروله او له تلوېزیوني تصويرونو په ګټې اخیستو يې ولیدل چې توپ نوبال و.
خو له دوو نورو څلوريزو وروسته بالاخر اپریدی په ۸۸ منډو وسوځید.

د شاهد اپریدي لوبې تر یوه وخته د هاشم امله او دی ویلیا پر لوبې سیوری وغوړاوه.

هاشم املا او دی ویلیا دواړو سلیزې وکړې.

د دوی دواړو د سلیزو له برکته سوېلي افریقا ۳۴۳ منډې وکړې چې پوره کول يې اسانه نه و.

د پاکستان له خوا حفیظ هم پنځوسیزه وکړه خو بل لوبغاړی و نه درېد.

د سوېلي افریقا په دغه روان سفر کې پاکستان له ترسره شویو اوو لوبو څخه یوازې دوه ګټلي چې یوه یې شل اوریزه او بله یې یوه ورځنۍ لوبه وه.

په پنځه ورځنیو لوبو کې پاکستان درې صفر وبایلله او په درو یو ورځنیو کې يې په دوو کې تر ۳۰۰ ډېرې منډې ورکړې.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .