مکسیکو کې زر کاله پخوانی لوبغالی موندل شوی

د خپريدو وخت: 10:43 گرینویچ - 24 مارچ 2013 - 04 وری 1392

د ماهرینو په وینا دغه لوبغالی ۱۰۰۰ کاله پخوانی دی.

مکسیکو کې لرغون پوهانو ادعا کړې، چې د دغه هېواد په ختیځه برخه کې یې د هسپانوي دورې نه مخکینی لوبغالی موندلی. د دې لوبغالي اثار په ویراکروز ایالت کې موندل شوی دي.

ماهرین وايي دوی د دې اثارو موندلو لپاره لیزر سکینر تکنالوژي کارولې. د دوی په وینا د همدې تکنالوژي پر مټ یې په ټاجن نومي ځای کې، چې نړیواله کلتوري اثاثه بلل شوې دغه لوبغالی موندلی.

د ماهرینو په وینا دغه لوبغالی ۱۰۰۰ کاله پخوانی دی او د پیلوټا نومي لوبې لپاره ورڅخه کار اخیستل کېده. په دغه لوبه کې لوبغاړو له ربړ نه جوړ توپ د ډبرو له دایرو نه تېراوه. دغې لوبې په مایا تمدن او کولمبیايي وګړو کې ډېر مینه وال درلودل.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .