کریکټ: افغانستان بحرین مات کړ

کریکټ
Image caption دغه سیالۍ چې په نیپال کې روانې دي په ترڅ کې یې وړاندې تر دې افغانستان عمان ته هم ماتې ورکړې ده.

افغانستان د کرېکټ په اسیايي لوبو کې بحرین ته هم ماتې ورکړه.

د لوبې پچه یا ټاس بحرین وګټله او لومړی یې افغان لوبغاړو ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

خو افغان توپ وهونکو ډېره تېزه لوبه وکړه او وتوانېدل چې په ټاکل شویو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره یو سل او اووه پنځوس منډې جوړې کړي.

نجیب الله ځدراڼ او ګلبدین نایب ډېرې منډې جوړې کړې.

ګلبدین نایب په ۴۹ توپونو ۴۶ منډې جوړې کړې او نجیب الله ځدراڼ په ۳۹ توپونو ۴۵ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو.

تر دمې وروسته بحریني لوبغاړي افغان توپ اچوونکو تر ډېره ټینګ نه شول او یو په بل پسې وسوځېدل.

ګلبدین نایب څلور بحریني لوبغاړي وسوځول. حمزه هوتک درې، شاهپور ځدراڼ، محمد نبي عیسی خیل، او سمیع الله شینواري یو یو لوبغاړی له مخې لیرې کړل.

د بحرین لوبډلې په پنځلسم اوور کې خپل ټول لوبغاړي د پنځه اتیا منډو په جوړولو سره له لاسه ورکړل. او افغانستان دغه لوبه د ۷۲ منډو په لوی توپیر سره وګټله.

ګلبدین نایب د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

دغه سیالۍ چې په نیپال کې روانې دي په ترڅ کې یې وړاندې تر دې افغانستان عمان ته هم ماتې ورکړې ده.

ورته مطالب