افغان کرېکټ لوبډله نيمه پای لوبې ته ووته

Image caption سميع الله شينوارى د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو

افغان کرېکټ لوبډلې په نیپال کې د اسيا د کرېکټ سياليو په څلورمه شل اووريزه سيالۍ کې کوېټ ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.

د کوېټ لوبډلې ته په ماتې ورکولو افغانستان د دغو سياليو نيمه پای لوبې ته ووت، چې سيال يې دا ځل د هانګ کانګ لوبډله ده.

په نيپال کې د اسیا د کریکټ شورا د شل اوریزو سیالیو هدف د ۲۰۱۴کال د نړیوالو اتلولیو لپاره د غوراوي پړاو ته رسېدا وه چې تر افغانستان کویټ ته ډېره مهمه وه.

افغان لوبډله د یو ورځنیو لوبو د دریځ په لرلو وار دمخه هلته ځای لري خو کویټ که نیمه پایلوبو ته او یا پایلوبې ته رسېدلی وای نو د غوراوي پړاو کې به یې ځای موندلی وای.

ښايي همدا دلیل به و چې تر افغان لوبغاړو کویټي هغه ډېر په توده وینه کې ښکارېدل او پيل يې ښه وکړ.

پچه محمد نبي وګټله او افغان کپتان سملاسي کویټ ته د منډو بلنه ورکړه.

د نیپال اسمان شین، هوا توده او د لوبغالي د منډو کرښه لوبې ته تر هر کله ښه ښکارېده.

ظاهرآ پرېکړه ښه نه وه ځکه چې په څلورو اورونو کې د ۱۰په اوسط کویټ ۳۹منډې کړې وې چې لومړنی کس یې وسوځېد. له ۱۰اوورونو وروسته کویټ ۸۱منډې درلودې او یوازې څلور کسه یې سوځېدلي وو.

داسې اټکلونه و چې افغان لوبډله به تر ۱۵۰منډو ډېر هدف مومي.

د سمیع الله شینواري، نبی او افتاب عالم د بالېنګ له امله داسې ونه شو او کویټ یوازې ۱۳۳منډې وکړې او لا يې هم څلور توپونه پاتې و.

افغان لوبډلې ښه پیل درلود.

په نهم اوور کې چې فضل الرحمن د ۲۴منډو په جوړولو سوځېده له کریم صادق سره يې په ملګرتیا کې ۶۴منډې کړې وې.

خو له همدې ځایه وروسته یو ناڅاپه افغان لوبغاړي يو په بل پسې لاړل.

په ۱۱۴منډو د افغانستان شپږ کسه سوځېدلي وو.

د وروستي اوور په لومړني توپ چې سمیع الله شینواري څلوریزه ووهله او لوبه يې وګټله د کویټ هیلې يې ختمې کړې.

سميع الله شينوارى د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

افغانستان به د سه شنبې په ورځ(د اپريل/دویمه) له هانګ کانګ سره نیمه پایلوبه کوي.

په دویمه نیمه پایلوبه کې به کوربه هيواد نیپال له متحدو عربو اماراتو سره مخامخ وي.

دغه څلور سره لوبډلې د اسیا له لویې وچې د شل اوریزو نړیوالو اتلولیو د غوراوي پړاو ته رسېدلي چې په روان کال کې به په اماراتو کې ترسره کېږي.

ورته مطالب