لیونیل میسي د فوټبال بل ریکارډ ټينګ کړ

Image caption په روان لوبیز کال کې تر اوسه میسي ۵۶ ګولونه کړي دي.

د ارجنتاین د ملي لوبډلې ستوري لیونیل میسي چې د اسپانیا په بارسلونا کلب کې لوبه کوي د خپل لوبیز ژوند بل ویاړ هغه وخت وموند چې د لا لیګا سیالیو د ۱۹ سره مخالفو لوبډلو خلاف يې په پرله پسې ۱۹ لوبو کې ګول وکړ.

میسي چې په نړۍ کې د فوټبال د غوره لوبغاړي په توګه څلور ځله نومول شوی دا وروستی ویاړ د سلتا ویګو کلب خلاف پر ګول کولو وموند.

په روان لوبیز کال کې تر اوسه میسي ۵۶ ګولونه کړي دي.

د اسپانیا په فوټبال لیګ لوبو کې اوس یوازې نهه لوبې پاتې دي خو د میسي د ګولونو په مټ بارسلونا تر خپل نژدې سیال ریال مادرید ۱۳ پواینټونه وړاندې دی.

په مادرید کې د پرتګال کرستیانو رونالدو لوبه کوي چې هغه هم خورا ډېر ګولونه کړي دي.

د ریال مادرید لپاره په تېرو ۱۰۰ لوبو کې رونالدو ۱۱۳ ګولونه کړي چې کم ساری ریکارډ دی.

خو میسي تېر کال د فوټبال د کلبونو په تاریخ کې د یوه لوبیز کال په ترڅ کې د تر ټولو ډېرو ګولونو ریکارډ مات کړ او سږ کال هم داسې ښکاري چې رونالدو به يې مخه ډب نه کړي.

د ۲۰۱۳ کال په ترڅ کې میسي ۱۷او رونالدو ۱۴ ګولونه کړي دي.

میسي له ډېرې کمکیني په بارسلونا کې اوسېدلی او په همدغه کلب کې یې لوبه کړې ده.

ده د اسپانیا له اتلولیو پرته د اروپا د اتلو کلبونو د اتلولۍ د ګټلو څو ځلې ویاړ خپل کړی او د نړۍ د کلبونو اتلولي يې هم ورسره ګټلې ده.

ډېر میسي د ارجنتاین له پخواني ستوري دیګو مرادونا سره پرتله کوي.

خو مرادونا د خپل هېواد د ملي لوبډلې د کپتان په توګه په ۱۹۸۶ کال کې د فوټبال نړیوالې اتلولۍ وګټلې او میسي لا تر اوسه دغه ویاړ نه دی موندلی.

ورته مطالب