د ١٩ کلنو ملي لوبډلې د لاهور لوبډلې ته ماتې ورکړه

Image caption د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلې په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ٢٥١ منډې جوړې کړې.

د افغانستان کرېکټ بورډ رسنیو څانګې په یوه اعلامیه کې ویل شوی، چې د افغانستان د ١٩ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې چې دا مهال په پاکستان کې په تمريناتو بوخته ده، په يوه تمريناتي دوستانه سيالۍ کې د پاکستان د لاهور ښار يوې ځايي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

اعلامیه لاهور کې دافغانستان د ١٩ کلنو لوبغاړو د ملي لوبډلې منېجر شېراغا له قوله زیاتوي، چې د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې پخپله لوبه وکړه.

د نوموړي په وینا، د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلې په ټاکل شويو ٥٠ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ٢٥١ منډې جوړې کړې او د لاهور د جمخانه کلب لوبډلې ته يې د ٢٥٢ منډو هدف کېښود.

د افغانستان له لوري حشمت الله شاهدي ٥٥، شوکت زمان ٣٦، وحيد ٣٠ ، خیبر ٢٧ ، شاهد ٢٨ او ناصر جمال ٢٠ منډې جوړې کړې.

د همکار په خبره، د لاهور جمخانه کلب لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په ٤٨ اورونو کې په ٢١٠ منډو وسوځېدله.

د افغانستان له لوري حشمت الله شاهدي ٣، شرف الدين او ظاهر شېرزاده دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان د ١٩ کلنو لوبډلې تر اوسه څلور تمريناتي لوبې کړي چې درې يې ګټلي او يوه یې بايللې ده.

له دې سياليو څخه هدف په اسیايي سیالیو کې د ګډون لپاره د ١٩ کلنو لوبغاړو چمتو کول دي.

ورته مطالب