افغانستان په خپله خاوره نړیوالې کرېکټ لوبې غواړي

Image caption د کابل لوبغالی

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د دې لپاره چې په دغه هېواد کې د کرېکټ نړیوالې لوبې ترسره شي نو په پام کې لري چې لږ تر لږه د کرېکټ یو لوبغالی په نړیوالو معیارونو سمبال کړي.

د دوی په وینا په همدې موخه د ننګرهار ولایت د غازي امان الله خان په لوبغالي کې یوه درې پوړیزه ودانۍ یا پویلین جوړوي چې د رسنیو، لوبغاړو او مېلمنو لپاره به اړینې استیاوې ولري.

د کرېکټ بورډ په وینا د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د غازي امان الله خان لوبغالی په لومړنیو نړیوالو معیارونو برابر شي.

د افغانستان کرېکټ په وروستیو کلونو کې د پام وړ وده کړې او په وار وار د کرېکټ لوبغاړي په نړیوالو او سیمه ییزو سیالیو کې د ګډون په موخه بېلا بېلو هېوادونو ته تللي دي، خو اوس د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکي وايي، په پام کې لري چې په دغه هېواد کې د نړیوالو او سیمه ییزو لوبو زمینه برابره کړي.

د کرېکټ بورډ اجراییوي مشر نور محمد مراد وايي، په همدې موخه د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان لوبغالي کې یوه درې پوړیزه ودانۍ جوړوي چې د لوبغاړو، بهرنیو مېلمنو او رسنیو لپاره به اړینې اسانتیاوې ولري.

د ښاغلي مراد په وینا په دغه ودانۍ ۴۴ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې ۴۰ سلنه یې د یو افغان شرکت له خوا او پاتې یې د کرېکټ بورډ له بودجې ورکول کېږي او چارې به یې تر راتلونکو ۱۸ میاشتو بشپړې شي.

د هغه په وینا د یادې ودانۍ په جوړېدو سره به د غازي امان الله خان د کرېکټ لوبغالی په لومړنیو نړیوالو معیارونو برابر او د کرېکټ نړیوالې او سیمه ییزې سیالۍ به په کې ترسره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي یو شمېر هېوادونو د دوی غوښتنې پر بڼسټ هوکړه کړې چې په افغانستان کې به لوبې ترسره کوي خو دا چې دغه هېوادونه کوم دي، چارواکي یې په اړه څه نه وايي.

ورته مطالب