د کرېکټ اتله ملي لوبډله هېواد ته را ورسېده

Image caption د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نيپال کې د اسيايي ۲۰ اووريزو سياليو کې د اتلولۍ تر ترلاسه کولو وروسته هېواد ته راورسېده.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نيپال کې د اسيايي ۲۰ اووريزو سياليو د اتلولۍ ترلاسه کولو وروسته نن سهار( د اپریل ۸ ) هېواد ته ستنه شوه.

د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د ملي لوبډلې هرکلي ته د کرېکټ بورډ عمومي رييس او سلاکار وزير شهزاده مسعود، اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد، د کرېکټ بورډ نور چارواکي، د ولسي جرګې وکيلان او د کرېکټ يو شمېر مينه وال ورغلي وو.

د کرېکټ ملي لوبـډله د سهار په شاوخوا اته نيمو بجو د کابل نړيوال هوايي ډګر ته په داسې حال کې ورسېده، چې د ګڼ شمېر مينه والو له خوا يې په ډولونو او اتڼونو هرکلى وشو.

د کرېکټ ملي لوبډلې کپتان محمد نبي عيسى خېل په هوايي ډګر کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال له هېوادوالو مننه وکړه، چې تل يې د دوى د برياوو لپاره دعاګانې کړې دي.

هغه زياته کړه، چې دا ځل یې په ملي لوبډله کې ډېرو ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړى و او هغوى هم خپله وړتيا وښوده.

د کرېکټ بورډ عمومي رييس شهزاده مسعود وویل، چې په يوه مياشت کې د ملي لوبډلې له خوا دا دويمه اتلولي وه چې هېواد ته يې راوړه.

ښاغلي مسعود وويل ، چې ملي لوبډلې تېره مياشت په متحده عربي اماراتو کې د سکاټلينډ لوبډلې ته په پرله پسې پنځو لوبو کې ماتې ورکړه او دا دى اوس يې له نيپال څخه د اسيا اتلولي راوړه.

د فبرورۍ په نیمايي کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د شل اووریزو سیالیو کوربه هېواد نیپال لوبډلې ته په ماتې و رکولو د آسیا د شل اوریزو سیالیو اتلولي وګټله. افغانستان په اوو ویکټو سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

سره له دې چې په هغه لوبه کې تجربه لرونکي افغان لوبغاړي لکه نوروز منګل، حمید حسن، محمد شهزاد او اصغر ستانکزي نه وو، خو افغان ملي لوبډلې د څلورم ځل لپاره دغه اتلولي خپله کړه.

په نیمه پایلوبه کې د افغانستان ملي لوبډله د هانګ کانګ په وړاندې ولوبېده او دغې لوبډلې ته یې په شپږو ویکټو د ۱۱۰ منډو هدف په تر لاسه کولو ماته ورکړه.

د لسو اسيايي هېوادونو په ګډون د اسيا د کرېکټ ۲۰ اووريزو لوبو سیالۍ د مارچ په ۲۶مه په نيپال کې پيل شوې او د اپریل ۳مه پاى ته ورسېدې.

ورته مطالب