د اتلې افغان کرېکټ لوبډلې له غړو سره مرکه

Image caption زموږ ټیم هغه پخوانی ټیم نه دی، اوس زموږ لوبډله د آسیا یوه له غښتلو لوبډلو څخه ده. محمدنبي عیسی خیل

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د دوشنبې په ورځ په نیپال کې د آسیايي ۲۰ اووریزو اتلولیو تر ګټلو وروسته افغانستان ته ستنه شوه.

د لوبغاړو هرکلي ته د ولسي جرګې د ځینو غړو او یو شمېر لوړ پوړو چارواکو په ګډون ګڼ شمېر کسان ورغلي وو او د دوی د بریالي بېرته ستنېدو په ویاړ یې اتڼونه کول.

دغه راز د دوشنبې په ماښام( د اپریل اتمه) د دغو لوبغاړو د هرکلي لپاره یوه مېلمستیا هم جوړه شوې وه، زموږ همکار خوشحال تایب دغې مېلمستیا ته ورغلی او د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له ځینو غړو او نورو چارواکو سره یې خبرې کړي دي.

کریم صادق

په دغو لوبو کې د منډو جوړولو پر مهال تل په سر کې و، هغه وايي" موږ چې دغو سیالیو ته تللي وو، ۱۰ هېوادونو ګډون په کې کړی وو. زموږ یواځنۍ موخه په کې د افغانستان اتل کېدل او نوم یې په ټوله نړۍ کې روښانه کول وو. په خوښۍ سره چې کپ موږ خپل هېواد ته راوړ، چې دا زما، زموږ د لوبډلې او ټولو افغانانو لپاره د خوښۍ خبر دی."

سمیع شینواری

Image caption زما پر خپل ځان باور وو چې فشار به پر ځان نه راوړم . نبي عیسی خیل

" زموږ هېوادوالو او د لوبې مینه والو زموږ ډېر تود هرکلی وکړ له خلکو ډېره مننه کوو چې موږ ته یې دعاګانې وکړې او په برکت یې موږ دا ټورنمنټ وګاټه. هغه تمرینونه چې موږ له مخکې کړي او دغو سیالیو ته مو تیاریو وښووله چې بیځایه نه دي تللي او ګټه مو ترې واخیسته."

حمزه هوتک

چې په دغو سیالیو کې ډېر ځلېدلی دی وايي" د دغو سیالیو د کپ ترلاسه کول زموږ مورال لوړ کړی دی، په دغو سیالیو کې موږ ګڼې نوې تجربې حاصلې کړې."

له حمزه مې وپوښتل چې کله یوه شپیزه یا څلوریزه پرې لګېږي نو څه احساس کوي؟

په ځواب کې یې وویل" په هغه وخت کې له حوصلې کار اخیستل په کار دي او د راتلونکي برید لپاره باید فکر وشي او هغه توپونه چې پاتې وي باید منډې پرې جوړې نه شي او مقابل لوری یې ضایع کړي."

نبي عیسی خیل

په وروستیو کې د لوبډلې کپتان ټاکل شوی دی، له ده مې د کپتانۍ د درانه مسوولیت په اړه وپوښتل هغه وايي:

"دومره ستونزې نه وې، ځکه زموږ ټیم هغه پخوانی ټیم نه دی، اوس زموږ لوبډله د آسیا یوه له غښتلو لوبډلو ده. زما پر خپل ځان باور وو چې فشار به پر ځان نه راوړم ځکه که زه تر فشار لاندې واوسم نو بیا دا مخامخ پر لوبډلې هم اغېز کوي، ځکه مې خپل ځان عادي ساتلی وو، چې له امله یې خپله زما او د ټولې لوبډلې لوبه ډېره ښه وه."

نو روز منګل

" افغان لوبډلې په نیپال کې ډېرې ښې لوبې وکړې. د نبي د کپتانۍ په اړه یې وویل نبي عیسی خیل ډېر تکړه او روزل شوی لوبغاړی دی، که څه هم د هر کار په پیل کې یو څه ستونزې وي خو وروسته ورسره عادي کېږي. نبي ښه کپتاني ثابته کړه او موږ هم همکارۍ ته ورسره تیار یو."

شاهپور ځدراڼ

Image caption دغو ځوانانو ته چې ستر همت یې کړی او په لنډ وخت کې یې ستر پرمختګ کړی مبارکي وایم. امیرزی سنګین

د نویو لوبغاړو د لوبې په اړه وايي" نوي ځوانان په دغو سیالیو کې ډېر ښه وځلېدل، دی د شفیق الله شفق، فضل نیازي، نجیب ځدراڼ، نسیم قصاب او نور ځوانانو له لوبې ډېر خوښ دی. شاهپور وايي د نویو ځوانانو لوبې ته چې ګوري، داسې ورته ښکاري چې ډېر ژر به د دوی ځای ونیسي ځکه چې ښه استعدادونه لري."

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین

" باید زموږ خلک دغه ځوانان لا وهڅوي، ډېر قدر یې وکړي او حکومت هم د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې باید دوی ته ځانګړی پام وکړي.

د افغانستان مخابراتو وزیر امیرزی سنګین

ښاغلی سنګین هم د لوبغاړو هرکلي ته ورغلی وو. د لوبغاړو ستاینه کوي او وايي" ډېره د ویاړ خبر ده چې دوی اتلولي خپله کړه. دغو ځوانانو ته چې ستر همت یې کړی او په لنډ وخت کې ستر پرمختګ کړی مبارکي وایم."

ورته مطالب