د ١٩ کلنو ملي لوبډلې تایلنډ ته ماتې ورکړه

Image caption لوبه د یوویشتم اوور په څلورم توپ پای ته ورسېده.

د افغانستان کریکټ نولس کلنو ملي لوبډلې د اسيا د کريکټ شورا د ١٩ کلنو په سياليو کې د تایلنډ ملي لوبډلې ته په یو ورځنۍ لوبه کې سخته ماتې ورکړه.

دغه لوبې د مالیزیا په کوالالمپور کې روانې دي.

پچه یا ټاس افغانستان وګاټه او خپله یې لومړی منډو جوړولو ته ملا وتړله.

د افغانستان لوبډلې په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۴۲۱ منډې جوړې کړې او د اماراتو لوبډلې ته یې د ۴۲۲ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له لوري حشمت الله شهیدي ډېره ښه او تېزه لوبه وکړه هغه په ۱۱۱ توپونو ۱۵۳ منډو په جوړولو سره نا سوځېدلی پاتې شو. حشمت الله ۱۸ څلوریزې او دوه شپږیزې ووهلې.

خیبر عمر ۸۸، سیدالله ۶۷ او منیر احمد ۳۵ منډې جوړې کړې.

خو د د تایلنډ لوبډلې لوبغاړي د افغان توپ اچونکو په وړاندې ډېر ټینګ نه شول او یو په بل پسې وسوځېدل او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ایله ۲۶ منډې جوړې کړې.

په دې سره افغان لوبډلې د تایلند لوبډلې ته په ۳۹۵ منډو ماتې ورکړه.

د تایلنډ له خوا تر ټولو ډېرې منډې خوشحال شاه وکړې چې شپږ منډې وې.

لوبه د یوویشتم اوور په څلورم توپ پای ته ورسېده.

د لوبې غوره لوبغاړی بیا هم حشمت الله شهیدي شو.

وړاندې تر دې افغانستان په ماليزيا کې سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو ته هم سختې ماتې ورکړې دي.

ورته مطالب