د فیفا یو غړی په فساد تورن شو

بلیزر
Image caption بلیزر پرې هر راز لګول شوي تورونه ردوي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د خپلې تنفیذي جرګه ګۍ یو غړی د فساد له کبله له دندې په موقت ډول ګوښه کړی دی.

پر چک بلیزر تور دی، چې ګني تر ۹۰ ورځو پورې په هېڅ سیمه ییزو او نړیوالو لوبو کې هېڅ فعالیت نه شي درلودلی.

فیفا پر خپلې انټرنېټي وېبپاڼې لیکلي، چې د جرګه ګۍ د اخلاقو د څانګې قضايي غرفې رییس یواخیم ایکرت ښاغلی بلیزر له هر راز لوبیزو فعالیتونو منع کړی دی.

دغه فدراسیون دا هم ویلي، چې دا پرېکړه د اخلاقو د څانګې د پلټنې د غرفې له لوري شوې ده.

دوی وايي، چې د قانون له مخې بلیزر څو ځلې له اخلاقي اصولو پښه اړولې ده.

بلیزر هغه مهال چې د شمالي امریکا او کاریبي د ټيمونو مشر و، پرې د میلیونونو ډالرو د فساد تور لګول شوی دی.

د فیفا څېړندویه څانګه وايي، چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

اټکل و، چې – د امریکا جنسیت لرونکی - بلیزر

به له خپلې دندې وشړل شي.

خو بلیزر پرې هر راز لګول شوي تورونه ردوي.

ورته مطالب