کرېکټ:ننګرهار لوبډلې بابای ملت جام سیالي وګټله

Image caption د لوبې پچه (ټاس) د ننګرهار ولایتي لوبډلې وګټله او لومړی یې د بیټ وهنې پرېکړه وکړه.

د ننګرهار ولایتي لوبډله د بابای ملت ایلیټ جام سیالیو اتله شوه. د بابای ملت ایلیټ جام سیالیو پای لوبه د سلګونو نندارچیانو په هڅونې د ننګرهار ولایتي لوبډلې په بریالیتوب پای ته ورسیده.

د لوبې پچه (ټاس) د ننګرهار ولایتي لوبډلې وګټله او لومړی یې د بیټ وهنې پرېکړه وکړه. د ننګرهار ولایتي لوبډلې په ۲۷ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۳۳ منډې جوړې او د پکتیا لوبډلې ته یې د ۱۳۴ منډو هدف وټاکه.

د ننګرهار له لوري شوکت زمان ۳۴، شبیر نوري ۲۸ او باطن شاه ۲۳ منډې جوړې کړې. د پکتیا له لوري رحمت شاه زرمتي ۴ او ظاهر خان ۳ لوبغاړي وسوځول.

د پکتیا ولایتي لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړای شو او په ۲۷ اوورونوکې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۷۸ منډې جوړې کړې. له پکتیا څخه عامر منګل ۲۱ او غمي ځدراڼ ۱۶ منډې جوړې کړې. ننګرهار توپ اچوونکو له ډلې نسیم او ضمیر درې درې لوبغاړي وسوځول.

ظاهر خان ته چې د پکتیا ولایتي لوبډلې تکړه توپ اچونکی دی د سیالیو غوره توپ اچونکي جایزه ورکړل شوه. همداراز د پکتیا ولایتي لوبډلې تکړه توپ وهونکي فضل ځاځي ته د غوره توپ وهونکي جایزه او د کابل ولایتي لوبډلې کپتان الطاف ته د سیالیو غوره لوبغاړي جایزه ورکړل شوه.

ورته مطالب