افغان ۱۹ کلن د اسیا ایلیټ جام د پای لوبې لور ته

Image caption د افغانستان ملي ۱۹ کلنې لوبډلې په ۲۰،۲ اورونو کې ورکړل شوی هدف پوره او لوبه یې په خپله ګټه پای ته ورسوله.

افغان ۱۹ کلنو لوبغاړو هانګ کانګ لوبډله هم له مخې لیرې کړه. اسیا ایلیټ جام سیالیو کې د افغانستان ملي ۱۹ کلنو لوبډلې په خپله څلورمه لوبه کې هانګ کانګ ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه او د سیالیو نیمه پایلوبې ته یې لاره وموندله.

د لوبې پچه (ټاس) د هانګ کانګ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې (بیټنګ) پرېکړه وکړه.

د هانګ کانګ لوبډلې په ۴۷.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره افغان لوبغاړو ته د ۹۱ منډو هدف ورکړ. د افغانستان له لوري ظاهر شهزاد ۴، مسلم موسی او ناصر احمدزي دوه دوه لوبغاړي او سید شیرزاد ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د افغانستان ملي ۱۹ کلنې لوبډلې په ۲۰،۲ اورونو کې ورکړل شوی هدف پوره او لوبه یې په خپله ګټه پای ته ورسوله.

د افغانستان له لوري شاهدالله ۴۲ ناسوځیدلې او رحیم منګل ۳۵ منډې جوړې کړې. ظاهر شهزاد ته چې د مخالفې لوبډلې ۴ لوبغاړي یې سوځولي وو، د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ورکړل شوه.

ورته مطالب