د ۱۹ کلنو افغان کريکټ لوبډله مالیزیا سره مخامخ شوه

Image caption د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې په تیرو دوو نړیوالو اتلولیو کې برخه اخیستې ده.

د اسیا د کرېکټ شورا د ۱۹ کلنو اتلولۍ دا ځل په دې خورا مهمې دي چې د نړیوالو اتلولیو د غوراوي سیالۍ دي.

د دغو اتلولیو ګټونکی به مخامخ د ۱۹ کلنو نړیوالو اتلولیو ته لار مومي.

هغه اتلولۍ به په ۲۰۱۴ کال کې په متحدو عربو اماراتو کې ترسره کېږي.

امارات د کوربه هېواد په توګه وار دمخه په نړیوالو اتلولیو کې ځای موندلی دی.

افغانستان په روانو سیالیو کې عربو اماراتو ته ماتې ورکړې او خپلې نورې ټولې لوبې یې هم په اسانۍ ګټلې دي.

مالیزیا چې په نیمه پایلوبو کې له افغانستان سره مخامخ ده له نيپال څخه په ګروپ لوبو کې بایللې وه.

داسې ښکاري چې د دغو اتلولیو تر ټولو پياوړې لوبډلې د افغانستان او نیپال دي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې په تېرو دوو نړیوالو اتلولیو کې برخه اخیستې ده.

په لومړي ځل ډير بریالي نه وو خو په دویم ځل یې د پام وړ لوبه وکړه.

ورته مطالب