افغان ۱۹ کلنو د ۲۰۱۴ نړیوالو اتلولیو ته لار ومونده

Image caption افغان لوبډلې وکولای شول د مالیزیا لوبډلې ته په ۱۴۰ منډو توپیر ماتې ورکړي.

د افغانستان د ١٩ کلنو د کرېکټ ملي لوبډلې په ماليزيا کې د اسيايي سياليوجام په نیمه پای لوبه کې مالیزیا ته په ماتې ورکولو سره د ١٩ کلنو لوبډلو نړیوالو سیالیو ته لار وموندله.

دغه لوبې چې د مې میاشتې له دریمې پیل شوې، افغانستان خپلو ټولو سیالانو ته ماتې ورکړې دي.

د نیمه پایلوبې سیالۍ د افغانستان او مالیزیا ترمنځ وه، چې پچه یا ټاس د مالیزیا لوبډلې کیپټان وګاټه او افغانستان ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

دافغانستان د ۱۹ کلنو ځوانو لوبغاړو په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې اته لوبغاړي وسوځېدل او ۲۳۳ منډې یې جوړې کړې او مالیزیا ته یې ۲۳۴ منډې هدف وټاکه.

دافغانستان له لوري حشمت الله شهدي بیا هم ډېر ښه وځلېد او په ۸۶ توپونو یې ۶۸ منډې جوړې کړې او دغه راز په نهو اوروونو کې یې یواځې شپږ منډې ورکړې.

منیر احمد ۵۳، عبدل منګل ۲۵، شاهدالله شفق ۲۳ منډې جوړې کړې.

د مالیزیا لوبډله له پیله وارخطا ښکارېده او په صفر کې یې دوه لوبغاړي له لاسه ورکړل.

مالیزیايي لوبغاړو په ۴۵ اوورو کې خپل ټول لوبغاړي په داسې حال کې له لاسه ورکړل چې یواځې ۹۳ منډې یې جوړې کړې وې.

په دې سره افغان لوبډلې وکولای شول د مالیزیا لوبډلې ته په ۱۴۰ منډو توپیر ماتې ورکړي.

حشمت شهیدي چې په تېرو څو لوبو کې غوره لوبغاړی بلل شوی وو، په دغې لوبې کې هم د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

پایلوبه به د عربي متحده اماراتو او افغان لوبډلې ترمنځ سبا د شنبې په ورځ ( مې ۱۱ ) په مالیزیا کې ترسره کېږي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک په وینا په دې بریا سره افغانستان نه یواځې د دې سیالیو پای لوبې ته لار وموندله، بلکې د راتلونکي کال د ۱۹ کلنو لوبډلو نړیوال جام ته یې هم غوره شول، چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.

ورته مطالب