مانچسټر سټي رابرټو مینسیني له دندې ګوښه کړ

Image caption ۴۸ کلن ایټالوي مینسيني په دسمبر ۲۰۰۹ کې د یاد کلب د مدیر په توګه چارې پیل کړې.

د انګلستان پرېمیر لیګ فوټبال کلب مانچسټر سټي خپل مدیر، رابرټو مینسیني له دندې ګوښه کړی.

کلب د هغه د ګوښه کېدو له اعلان سره ویلي، چې نوموړی نه دی توانېدلی، سږ کال خپل ډېر هدفونه تر لاسه کړي.

مانچسټر سټي، چې د نړۍ له ډېرو شتمنو کلبونو څخه یو شمېرل کېږي، سږ کال و نه توانید، چې لیګ ټایټل وګټي، چې تېر کال یې ۴۴ کلونو کې لومړی ځل ګټلی و.

په حېرانونکې توګه دغه کلب د ایف اې کلب په سیالیو کې د شنبې په ورځ د ویګڼ فوټبال کلب په وړاندې ماتې وخوړه.

۴۸ کلن ایټالوي مینسيني په دسمبر ۲۰۰۹ کې د یاد کلب د مدیر په توګه چارې پیل کړې.

د هغه مرستیال براین کډ به راتلونکو دوو لوبو کې د هغه ځای ناستی وي او د امریکا په دوره کې به هم د کلب مشرتوب د ده پر غاړه وي. احتمال څرګندېږي، چې د مالاګا روزونکی مینویل پیلیګریني به د هغه د ځای ناستي په توګه کار پیل کړي.

چیلي نژاد پیلیګریني رد کړه، چې ګواکې دی د مانچسټر سټي د مدیر په توګه کار پیلوي.

د مانچسټر سټي مشر خلدون المبارک د مینسيني ستاینه وکړه، ویې ویل د هغه ګوښه کول ډېر ګران کار و، خو دا دیوه ټاکل شوي کار برخه وه، چې په کې د هغه د ټول سیزن کړنې په پام کې ونیولې شوې.

د نوموړي په وینا مینسیني د کلب د مینه والو له مینې خپله برخه یووړه او اوس به د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ سیزنونو ته په کتو سره د بل مدیر وټاکل شي. کله چې په برتانوي ورځپاڼو کې د هغه د ګوښه کېدو او په ځای يې د پیلګریني د ټاکل کېدو خبرونه خپاره شول، نو مینسیني پر کلب سختې نیوکې وکړې.

ورته مطالب