انډرسن په پنځه ورځنيو لوبو کې ٣٠٠ م کس وسوځاوۀ

Image caption انډرسن په ٢٠٠٣ کال کې خپله لومړنۍ پنځه ورځنۍ لوبه له زمبابوې سره وکړه.

له نيوزيلنډ سره د لندن په لارډ لوبغالي کې د بالېنګ پر وخت جېمز انډرسن پيټر فولټن وسوځاوۀ چې دا يې په پنځه ورځنيو لوبو کې ٣٠٠ ځل و چې کوم لوبغاړى سوځوي.

دى د انګلستان څلورم بالر شو چې دغه وياړ ترلاسه کوي.

تر ٣٠ کلن انډرسن وړاندې سر اين بوتهم، باب ويليس او فريد ترومن هم ٣٠٠ يا تر دې ډېر کسان په پنځه ورځنيو لوبو کې سوځولي وو.

انډرسن په ٢٠٠٣ کال کې خپله لومړنۍ پنځه ورځنۍ لوبه له زمبابوې سره وکړه.

د انګلستان پخواني کپتان مايکل وان د انډرسن په باب وويل: "دى د انګلستان يو له تکړه بالرانو څخه دى چې د نړۍ له ښو لوبغاړو سره پرتله کېداى شي."

د انډرسن په باب ويل کېږي چې که څه هم اوس هغومره تېز نه دى چې يو وخت و خو توپ لا هم دواړو لوريو ته چورلولى شي چې دا يې د برياليتوب لوى راز دى.

دى د انګلستان له خوا د کريکټ په درو واړو ډوله لوبو کې د تر ټولو ډېرو کسانو د سوځېدا وياړ هم لري.

په شل اوريزو، يو ورځنيو او پنځه ورځنيو لوبو کې اندرسن تر ٥٣٠ ډېر کسان سوځولي دي.

انګلستان اوس له نيوزيلنډ سره په دوو پنځه ورځنيو لوبو بوخت دى.

له دې وروسته به په روان کال کې انګلستان له استراليا سره پنځه په کور او پنځه په استراليا کې پنځه ورځنۍ لوبې کوي چې د جېمز اندرسن لوبه به په کې مهمه وي.

ورته مطالب