افغان کرېکټ کپتان د خپل پلار د خلاصون غږ وکړ

Image caption د کپتان محمد نبي پلار ٦٠ کلن دى، دى له جلال اباد ښاره د سراچې سيمې ته روان و چې وسله والو وتښتاوۀ

د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې کپتان محمد نبي عيسى خيل د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې پلار يې د سه شنبې په ورځ( د مى ٢١) د ننگرهار ولايت په مرکز جلال اباد کې وسله والو تښتولى دى.

دا لا څرگنده نه ده چې وسله وال څوک دي او نه هم تر دې دمه چا د محمد نبي له کورنۍ سره په دې برخه کې تماس نيولى دى.

٦٠ کلن حاجي خوبي له جلال اباد څخه سهار د سراچې په نامۀ سيمې کې خپل کور ته روان و چې وتښتول شو.

محمد نبي د خپل پلار د خلاصون له خواست سره وويل:

" موږ نه له چا سره دښمني لرو او نه مو چا ته بد رسولي دي. که چا په دې اميد زما پلار تښتولى وي چې د کريکټ لوبغاړي به پيسې لري نو باور وکړئ چې لوبغاړي پيسې نه لري او نه هم شتمن دي."

Image caption محمد نبي وايي د دۀ د پلار او د دۀ د کورنۍ له هيچا سره بدي او دښمني نه وه او نشته

د محمد نبي عيسى خيل کورنۍ ته څو اوونۍ وړاندې امنيتي چارواکو خبردارى ورکړى و چې گواکې د دۀ او يا د دۀ د کورنۍ د غړو د تښتولو هڅه شوې.

د کريکټ يو شمېر لوبغاړو د دغه خبر په اورېدا هېښتيا ښوولې او غوښتنه يې کړې چې نه يوازې دې چارواکي د دوى د ساتنې لپاره گام پورته کړي بلکې له تښتونکو يې هم غوښتي چې بې وزلې لوبغاړي ونه ځوروي.

محمد نبي د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې کپتان او يو له خورا تکړه او په نړيواله کچه پېژندل شوى لوبغاړى دى.

دۀ په دې وروستيو کې د بنگله ديش په شل اوريزو ليگ سياليو کې برخه واخيسته.

د دۀ په کپتانۍ کې افغانستان سږ کال سکاتلنډ ته په يو ورځنيو، شل اوريزو او څلور ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړې.

ورته مطالب