تاجکستان فوټبال دوستانه لوبه له افغانانو وگټله

Image caption تاجک لوبغاړو ښه دفاع وکړه او تر پايه يې افغان لوبغاړي پرېنښوول چې درېیم ګول وکړي.

په قرغان تېپه ښارکې د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د فوټبال نړيواله دوستانه لوبه د کوربه هېواد په گټه درې په دوه پاى ته ورسېده.

دا دوستانه لوبه د جون په درېمه نېټه په پلازمېنه دوشنبه کې کېدونکې وه خو په وروستېو شېبو کې يې وخت او ځاى بدل شو.

د سه شنبې په ورځ( د جون ٤) دا لوبه له دوشنبې سل کيليومتره سويل پلو د قرغان تېپې په هغه لوبغالي کې ترسره شو چې ٢٠ زره نندارچيانو ته ځاى لري.

لوبه خورا په زړه پورې پيل شوه او تر پايه دواړو غاړو ښه بريدونه وکړل.

د لوبې په پنځمه دقيقه کې د افغانستان حشمت الله بارکزي لومړى گول وکړ.

افغان لوبډلې په دغه ښه پيل پر خپلې سيالې غاړې فشار راووړ.

خو ٢٥ دقيقې اوښتې وې چې د تاجکستان د فتح الله يوف له خوا گول وشو او لوبه مساوي شوه.

د لوبې په ٤٣ دقيقه کې د افغانستان حميد الله کريمي دويم گول وکړ.

تر وقفې ايله دوه دقيقې وړاندې گول په دې مانا و چې بايد نوره دفاع شوې وه او مخالفه غاړه تر فشار لاندې ساتل شوې واى.

خو يوه دقيقه وروسته د تاجکستان خورشيد محمدوف دا گول هم مساوي کړ.

د لوبې په دويم پړاو کې تر ډېره مساوي لوبه کېده.

خو په ٧٦ دقيقه کې تاجکستان خپل دريم گول وکړ او په دغه لوبه کې يې په لومړي ځل لاسبري وموندله.

تاجک لوبغاړو ښه دفاع وکړه او تر پايه يې افغان لوبغاړي پرېنښوول چې دا گول مساوي کړي او په دې توگه يې لوبه درې لوبه خپله کړه.

د افغانستان په دې لوبډله کې تر ډېره هغه لوبغاړي لوبېدل چې په کور دننه لوبې کوي.

په اروپا کې په لوبو بوخت افغان لوبغاړي په دې سيالۍ کې نه و چې د ځينو په گومان دې کار ملي لوبډله کمزورې کړې وه خو له تاجکستان سره يې بيا هم ښه سيالي وکړه.

تر دې وړاندې افغانستان له تاجکستان سره درې لوبې کړې وې چې درې سره يې په تېرو کلونو کې بايللې وې.

ورته مطالب