د انګلستان د فوټبال غوره لیګ په نړۍ کې تر ټولو شتمن لیګ بلل شوی

Image caption د نورو هېوادونو په پرتله د انګلستان په غوره لیګ کې لوبېدونکې څېري لوړ معاشونه اخلي.

د اقتصاد یو شمېر کارپوهان خبر ورکوي چې د انګلستان د فوټبال په غوره لیګ کې د شاملو لوبډلو کلني عایدات په تېر یو کال کې ۲۵ په سلو کې ډېر شوي دي.

په دې لیګ کې د شاملو لوبډلو ګډه شتمني تېر کال نژدې څلور ملیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

داسې اټکل هم کېږي چې په را روان یو کال کې به دا تر څلور نیم ملیارد ډالرو هم ډېره شي.

له مالي پلوه د دې لیګ د پیاوړتیا یوه بله نخښه دا هم ده چې لوبډلې اوس هغمومره پوروړې نه دي څومره چې له نن څخه پنځه کاله پخوا وې.

کارپوهان وایي چې د عایداتو دا ډول ډېروالی بېلابېل دلایل لري.

- اول دا چې په انګلستان کې د ننه د فوتبال د لوبې مینوال ښایي تر نورو هېوادونو ډېر وي. دا د دې سبب ګرځي چې خلک د لوبو د کتلو لپاره هم په کور او هم په لوبغالو کې پیسې مصرف کړي. له دې سره د لوبډلې لا ډېره مالي ګټه ترلاسه کوي.

- په نړېواله کچه هم د انګلستان د فوتبال غوره لیګ خورا ډېر کتونکي او مینوال لري. د انګلستان د غوره لیګ لوبې په نړۍ کې تر ټولو ډېرې کتل کېږي. دا که له یوې خوا د تصویري رسنیو لپاره یو ښه تجارت دی نو بلې خوا دغه لوبډلې هم د خپرنیزو حقوقو په برخه کې ډېرې پیسې ترلاسه کوي.

- په انګلستان کې د ننه هم تصویري رسنۍ د لوبو د خپرونې په سیالۍ کې تر نورو هېوادونو خورا پیاوړې دي.

خو له دا ډول مالي پیاوړتیا سره سره بیا هم ځینې د اندېښنې وړ خبرې شته.

تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د یادې شوې شتمنۍ ۷۰ سلنه د لوبغاړو پر معاشونو مصرفېـږي.

د نورو هېوادونو په پرتله د انګلستان په غوره لیګ کې لوبېدونکې څېري لوړ معاشونه اخلي. دا خبره د دې لیګ د اداري چارواکو لپاره د اندېښنې وړ ده.

په نژدې راتلونکي کې به په دغه لیګ کې د اقتصادي روڼوالي یو شمېر نوي قوانین هم پلي شي.

د دغو قوانینو له مخې لوبډلې اړې دي چې کلني لګښتونه یې تر عایداتو کم وي. په بله معنی دوی نه شي کولای چې پوروړې و اوسي.

ورته مطالب