د فوټبال ستوري مراډونا یوه بله بریا

Image caption مراډونا د شل میلیونه یوان غوښتنه کړې وه.

د چین یوې محکمې ویډیو ګیمز جوړونکې کمپنۍ ته امر کړی، چې د فوټبال نړیوال شهرت درلودونکی لوبغاړي ډیګو مراډونا ته څلور لکه ۹۵ زره ډالر د تاوان په توګه ورکړي.

مراډونا د شنګهايي ډیناین انفارمېشن تکنالوژي کمپنۍ پر ضد د تاوان لپاره عریضه کړې وه. مراډونا په عریضه کې دریځ غوره کړی و، چې ګواکې یادې کمپنۍ په خپل انلاین لوبه (هاټ بلډیډ ساکر) کې له اجازې پرته د هغه نوم کارولی.

دغه لوبه کې د مراډونا یو کارټون څرګنديږي، چې پرې د نوموړي لاسلیک لیدل کېږي. محکمې ومنله، چې د مراډونا تصویري حقونه تر پښو لاندې شوي.

مراډونا د شل میلیونه یوان غوښتنه کړې وه، خو محکمې کمپنۍ ته امر کړی، چې نوموړي ته درې میلیونه یوان ( څلور لکه پنځه نوي زره ډالر) ورکړي.

د مراډونا دریځ داو، چې د غرامت پېسې له جرمن کمپنۍ سره د هغه د قرارداد د پېسو برابر دي. دغه لوبه دیناین نومي کمپنۍ جوړه کړې او د چین تر ټولو په زړه پورې انلاین لوبو په کتار کې شامله وه.

ورته مطالب