"د نړیوال جام سیالۍ به هرومرو برازیل کې کېږي"

Image caption برازیل کې د ښاري ټرانسپورټ کرایو له لوړېدو وروسته ساوپالو ښار کې احتجاجي مظاهرې پیل شوې.

د فوټبال نړیوال سازمان فیفا عمومي منشی جې روم ویلي، د ۲۰۱۴ نړیوال جام سیالۍ به هرومرو برازیل کې تر سره شي.

نوموړي ومنله، چې برازیلي چارواکو سره یې هغه هېواد کې د کنفیدراسیون جام سیالیو تر سره کولو او یا نه تر سره کولو په باب غونډو کې ګډون درلود.

خو د نوموړي په وینا برازیل کې د جاری کنفیدراسیون جام سیالیو ضد مظاهرو دغه سیالۍ اغېزمنې کړې، خو هغه د حکومت له خوا ورکړل شوي ډاډ وروسته ویلي، چې د ۲۰۱۴ کال د نړیوال جام سیالۍ به هرومرو دغه هېواد کې تر سره کېږي.

هغه بي بي سي سپورټس ته ویلي، چې د نړیوال جام سیالیو لومړۍ لوبه به د برازیل په ساوپالو ښار کې او وروستۍ هغه به یې ریو کې تر سره شي.

هغې مرکې کې، چې ریو کې وشوه، نوموړي د دفیفا ننګه وکړه، ویې ویل:

"برازیل کې د مظاهرو مسوولیت د فیفا پر غاړه نه دی."

د نوموړي په خبره برازیل له یو شمېر ستونزو سره مخامخ دی، چې باید کابو یې کړي.

برازیل کې د ښاري ټرانسپورټ کرایو له لوړېدو وروسته ساوپالو ښار کې احتجاجي مظاهرې پیل شوې، چې وروسته بیا دغه لړۍ ټول هېواد ته وغځېده.

دغو احتجاجونو کې وروسته، عامه خدمتونه، اداري فساد او دغه هېواد کې د فوټبال نړیوال جام لپاره کېدونکي لګښتونه هم راغلل.

ورته مطالب