نیوزلنډ انګلستان ته سختې لوبې کې ماتې ورکړه

Image caption د نیوزلنډ همیش ردرفورډ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو

اوول کې د شل اووریزې کرېکټ لوبې په پای کې نیوزلنډ له غوره لوبې وروسته انګلستان ته د پنځو منډو بدل کې ماتې ورکړه او سیالیو کې ېې د صفر مقابل کې یو برلاسي تر لاسه کړه.

د انګلستان لو بډله وتوانیده، چې د ټاکل شوي هدف ۲۰۲ منډو جوړولو بهیر کې ۱۹۶ منډې جوړې کړي.

د انګلستان له لوري لیوک رایټ د ۶ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۲ منډې جوړې کړې. د انګلستان دویم وتلی بېټسمین ایلکس هیلز و، چې د ۵ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته یې ۳۹ منډې جوړې کړې.

د نیوزلنډ له لوري نېتهن مکلم، ایین بټلر او روني یو - یو لوبغاړی وسوځول. له دې مخکې د نیوزلنډ لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۱ منډې جوړې کړې.

د نیوزلنډ له لوري برینډن مکلم د ۷ څلوریزو او ۲ شپږیزو په مرسته ۶۸ منډې جوړې کړې.

خو همېش ردرفورډ د ۶ څلوریزو او څلورو شپیزو په مرسته ۶۲ منډې جوړې کړې. دواړو لوبغاړو د دویم وېکټ په ګډون کې پر ۶۷ توپونو ۱۱۴ منډې جوړې کړې. د نیوزلنډ همیش ردرفورډ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د سې شنبې په ورځ د پچې له ګټلو وروسته انګلستان نیوزلنډ ته لومړی د توپ وهلو بلنه ورکړه.

ورته مطالب