ټېنیس: پایلوبه کې بارتولي او لیسیسکي مخامخ کېږي

Image caption ماریون بارتولي د جرمني له سابین لیسیکي سره سیالي وکړي.

د ټېنیس فرانسوۍ لوبغاړې ماریون بارتولي به په ښځینه پایلوبې کې د جرمني له سابین لیسیسکي سره سیالي وکړي.

اغلې لیسیسکي په څلورم پړاو کې نړیوالې اتلې سیرینا ویلیمز ته ماتې ورکړې.

بارتولي تر دې وړاندې هم یو ځل د دغو سیالیو پایلوبې ته وتلې، خو د ګرینډ سلیم اتلولي یې تر اوسه نه ده خپله کړې.

د فرانسې ماریون بارتولي او د جرمني سابین لیسیسکي دواړه د ویمبلډن سیالیو د شنبې ورځې پایلوبه کې نوي نومونه دي.

د کتونکو په وینا، د ټېنس د مشهوروښځینه لوبغاړو په نه شتون سربېره په دغه سیالۍ د کتو وي، چې دواړه لوبغاړې له خورا سختې سیالۍ وروسته ورته رسېدلې دي.

۲۸ کلنې بارتولي د ۲۰۰۷ په پایلوبه کې د وېنس ویلیمز په وړاندې پایلوبه بایللې وه او ۲۳ کلنه لیسیسکي په خپل لومړي ګرینډ سلیم پایلوبه کې برخه اخلي.

بل لور ته د یکشنبې په ورځ به د ویمبلډن ټېنس، نارینه لوبغاړو په سیالیو کې د برتانیا اېنډي مورای او د سربیا نوواک جوکووچ مخامخ شي.

د جمعې ورځې دواړه پایلوبې خورا سختې وې. جوکووچ د ارجنټاین مارټن ډیلپوترو ته ماتې ورکړه او مورای د پولنډ جرزي جانووچ ته له یوې سختې سیالۍ وروسته ماتې ورکړه.

Image caption تېر کال اېنډې مورای له راجر فیډر څخه ماتې وخوړه.

د یادونې ده، چې د ټېنیس لوبو برتانوی ستوری اېنډي مورای دویم ځلې د ویمبلډن سیالیو پایلوبې ته لار مومي.

د مورای او جانووچ تر منځ لوبه د یو څه ځنډ لپاره د لږ رڼا له کبله وځنډېده او د لوبغالي چت وپوښل شو. که څه هم مورای دې لړ کې شکایت درلود، خو ورورسته یې لوبه کې سوبه په خپل نوم کړه.

تېر کال پایلوبه

تېر کال نوموړي له راجر فیډر څخه ماتې وخوړه، که نوموړی د یکشنبې ورځې په پایلوبه کې بریالی شي، نو ۷۷ کاله وروسته به د داسې نارینه برتانوي لوبغاړی اعزاز خپل کړي، چې د دغې سیالي پایلوبه ګټي.

۱۹۳۶ کال کې فریډي پیري وروستی برتانوی لوبغاړی و، چې د ګوښي لوبغاړي ( سنګل) په توګه یې دغه سیالي کې بریا تر لاسه کړې وه.