روژه، مسلمانان او د انګلستان مخکښ فوټبال لیګ

Image caption اوس ۴۰ مسلمان لوبغاړي دلته لوبه کوي چې د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو راغلي دي.

دوه لسیزې وړاندې د انګلستان د فوټبال په مخکښه لیګ یا پرېمیرشیپ کې یوازې یو مسلمان لوبغاړی و.

هغه لوبغاړی نعیم نومېده چې اصلآ د اسپانیا اوسېدونکی و او د لندن په ټاټنهم کلب کې لوبېده.

اوس ۴۰ مسلمان لوبغاړي دلته لوبه کوي چې د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو راغلي دي.

د نیوکاسل په لوبډله کې تېر کال دوه مسلمان لوبغاړي دیمبا با او پیپا سیسې لوبېدل.

که به هر یوه ګول وکړ نو د لوبغالي یوه کونج ته به لاړل او سجده به یې وکړه چې د لوی څښتن منندويي وکړي.

دوی دواړه د سېنیګال مسلمانان دي چې یو یې ترې اوس د لندن چلسي کلب ته راغلی دی.

ډیمبا با وايي دی د خپل مذهب په باب جدي فکر کوي او هېرولی یې نه شي.

پنځه وخته لمونځ او روژه د ځینو فوټبال روزونکو په ګومان چې خپله مسلمان نه دي خورا سخت کار دی.

خو د لوبغاړو استعداد دغه روزونکي اړباسي چې څه و نه وايي او د دوی دین او عبادت ورسره وزغمي.

مسلمانو لوبغاړو ته کلبونه حلاله ډوډ‌ۍ برابروي، د نورو لوبغاړو خلاف دوی ته د لمبېدا لپاره جلا ځای جوړوي او د عبادت وخت او ځای هم ورکوي.

تر دې وروستیو پورې به د لوبې غوره لوبغاړي ته د شرابو لوی بوتل د جایزې په توګه ورکول کېده خو کله چې د عاج ساحل لوبغاړي یحیی تورې د شرابو د بوتل له اخیستلو انکار وکړ نو دغه دود ختم شو.

د لوبې غوره لوبغاړي ته اوس مډال ته ورته ډالۍ سپارل کېږي.

په ۲۰۱۲ کال کې چې د لېورپول کلب یو کپ وګاټه او لوبغاړو له خوښۍ پر یو بل شراب شیندل د ټولو پام شو چې د لوبډلې ډاکټر مسلمان دی له خونې ووت چې د شرابو څاڅکې یې پر جامو و نه لوېږي.

د سرخوږي بله خبره د اعلانونو ده چې د شرابو د شرکتونو او یا د قمار وهلو د ادارو پر اعلان ځینې لوبغاړي خوښ نه دي.

ځینې لوبغاړي چې له مذهبي پلوه دا ډول اعلان پر جامه نه غواړي، هغه کمیس نه اغوندي.

تر همدې ځایه کلبونه او لوبغاړي سره خوښ دي خو روژې ستونزه پیدا کړې ده.

ځینو ته پوښتنه پيدا شوې چې لوبغاړي دې څرنګه ۱۸ ساعته بې خوړو او اوبو وي او بیا دې هم ۹۰ دقیقې ښه لوبه وکولای شي.

ځینې مسلمان لوبغاړي د تمرین پر وخت روژه نیسي او د لوبې پر وخت یې نه نیسي خو نور بیا وايي چې د لوبو په ورځو به یې هم نیسي.

د لندن د ارسنل کلب ۲۷ کلن تکړه لوبغاړی ابو دیابي چې د فرانسې په ملي لوبډله کې هم لوبه کوي وايي: " کلب ته غوره دا ده چې زه روژه و نه نیسم خو زما په نظر خبر دي نو اوس زما د پرېکړې درناوي کوي."

۲۸ کلن ډیمبا با وايي په تېرو کلونو کې د روژې په تړاو ورسره ځینې روزونکي خوښ نه و خو دی په خپل نظر ټینګ و. "هر روزونکی چې به خوښ نه و ما به ورته وویل، ګوره زه به روژه نیسم او بیا به هم ښه لوبه کوم که مې لوبه ښه نه وه مه مې لوبوه."

سږ کال روژه داسې وخت پای ته رسېږي چې د انګلستان د مخکښه فوټبال لیګ لوبیز کال په پيلېدا دی.

ځینې کلبونه اندېښمن دي چې د تمرینونو پر وخت به د دوی مسلمان لوبغاړي ښه چمتووالی ونه کړي او د لوبیز کال په پيل کې به و نه ځلېږي.

ورته مطالب