روح الله نيکپامکسيکو سياليو کې ګډون نه کوي

Image caption يو لړ ستونزې پيدا شوې وې او زما روزونکو له تمرين راکولو لاس اخيستی و. روح الله نیکپا

د لندن او بېجینګ په اولمپيک کې مډال ګټونکي روح الله نيکپا د مکسيکو د تکواندو په نړېوالو سياليو کې له ګډون کولو ډډه کړې. دی وايي د افغانستان د تکواندو په فدارسيون کې زياتې ستونزې دي او که همداسې دوام وکړي نو په هېڅ ډول رسمي سياليو کې برخه نه اخلي.

له کابله د بي بي سي خبریال حفیظ الله معروف په رپوټ کې د افغانستان د المپيک ملي کمېټې چارواکو له قوله ویل شوي، چې وايي ښاغلی نيکپا د شخصي لاملونو له کبله په دغو سياليو کې له ګډون کولو ډډه کړې ده.

دبېجینګ او لندن په اولمپيک لوبو کې د افغانستان لپاره د برنزو میډال راوړونکی روح الله نیکپا وايي، له یوې میاشتې راهیسې د افغانستان تکواندو فدارسیون کې حالت سم نه دي او تمرین نه شي کولای.

که څه هم ښاغلی نیکپا د دغو حالتو په اړه څه نه وايي، خو له بي بي سي سره یې په خبرو کې د دغه فدراسیون له توکمیز چلند نه شکایت کاوه او وايي له همدې امله د جولای په پنځلسمه د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې چې په مکسیکو جوړیدونکې دي، برخه نه اخلي.

" يو لړ ستونزې پيدا شوې وې او زما روزونکو له تمرين راکولو لاس اخيستی و. موږ په تمرين کولو کې بې سرپرسته وو. دې زما او د نورو لوبغاړو پر روحيې منفي اغېز کړی و، چې تمرين وکړو او د سياليو لپاره چمتووالی ونيسو. هيله من يم چې ته د کوم ځای يې او زه د کوم ځای يم، يوې خوا ته پرېږدو او ملي فدراسيون ته ملي فکر وکړو."

روح الله نیکپا خبرداری ورکوي، که د تکواندو په فدراسیون کې حالت په همدغه ډول روان وي، نو ښایي په هېڅ رسمي سیالیو کې برخه وا نخلي.

خو د افغانستان د المپیک ملي کمیټې ویاند مجیب الله رحماني په دغه فدراسیونو کې ستونزې نه مني او وايي چې روح الله نیکپا د شخصي ستونزو له امله د مکسیکو په سیالو کې له برخې اخیستو ډډه کړې.

"روح الله نیکپا په پښو کې ستونزې لري ، دا رنګه غواړي واده وکړي نو نه شي کولای د تکواندو لوبو ته ادامه ورکړي. او له همدې امله یې څو ورځې وړاندې خپله استعفا وړاندې کړه. موږ نه غواړو چې د روح الله نیکپا په څېر اتلان لوبه پرېږدي"

ښاغلی رحماني وايي، د المپیک ملي کمیټې د افغانستان میډال راوړونکو لوبغاړو ته ډیر امکانات برابر کړي او د ښاغلي نیکپا د ستونزو څیړلو لپاره یې ځانګړی کمېسیون ټاکلی دی.

ټاکل شوې په مکسیکو کې د تکواندو نړیوالې لوبې په راتلونکو څلور ورځو کې پیل شي او له افغانستانه هم په دغو لوبو کې اووه لوبغاړي برخه لري.

ورته مطالب