مانچسټر یونایټډ فابریګاس په ۳۰ میلیون پاونډه اخلي

فابریګاس
Image caption د اسپانیا لوبډلې ۲۶ کلن سسک فابریګاس له بارسلونا اکاډیمۍ لوبې پیل کړې چې په ۲۰۰۳ کال په ۱۶ کلنۍ ارسنال واخیست.

انګلیسي فوټپال مانچسټر یونایټډ د اسپانیا بارشلونا لوبډلې لوبغاړي سسک فابریګاس رانیولو لپاره ۳۰ میلیون پاونډه (چې ۴۶ میلیون ډالر کېږي) اعلان کړي دي.

وړاندې د دغه شپږ ویشت کلن فوټبال لوبغاړي رانیولو لپاره پنځه ویشت میلیون پاونډه (۳۸ میلیون ډالر) اعلان شوي وو، خو اسپانوي لوبډلې یې غوښتنه ژر رد کړه.

د یونایټډ روزونکي ډیویډ مویز جاپان کې د لوبډلې د تمرین لوبغالي کې ویلي، چې د لوبډلې تنفیذي مشر اډ اډوارډز له بارسلونا سره د معاملې په اړه خبرې کوي.

مویز ویلي چې "موږ د ښو لوبغاړو راجذبولو ته اهمیت ورکوو او له هر ممکن فرصت په ګټې اخیستو دې کار ته چمتو یو".

اد اډوارډز استرالیا کې د لوبډلې له تمرین ځایه ولاړ او برتانیا ته د نوي موسم له پیلېدا مخکې د لوبغاړو د دوسیو څېړلو لپاره برتانیا ته ستون شو.

فابریګاس د بارشلونا لوبډلې له اکادیمیکي لوبغاړو څخه دی، چې په ۲۰۰۳ کال کې له ارسنال سره په ۱۶ کلنۍ کې یوځای شو.

دغه اسپانوی لوبغاړی د فرانسوي روزونکي ارسین وینګر تر لاس لاندې روزل شوی دی.

فابریګاس له ارسنال سره په ۳۰۳ لوبو کې ګډون کړی، چې ۵۷ یې ګټلې دي، او د ۲۰۱۱ اګست میاشت کې له بارشلونا د ۲۵.۴ میلیون پاونډو مقابل کې د پنځو کلونو قرارداد پربنسټ یوځای شو.

له بارسلونا سره په لوبډله کې فابریګاس ۹۶ لوبو کې لوبېدلی، چې د ۲۰۱۳ کال سیالیو کې یې د لوبډلې د غوره لوبغاړي مډال هم ګټلی، خو ترې وړاندې په ۲۰۱۲ کې یې د اسپانیا کپ ګټلی و.

ورته مطالب