د افغانستان ۱۶ کلن فوټبال لوبغاړي نیمه پایلوبو ته ورسېدل

Image caption د لوبې په ۲۷ دقیقه کې د افغانستان وزیري ګول وکړ او سیالي یې مساوي کړه.

دا لومړی ځل دی چې افغان تنکي لوبغاړي د سوېلي اسیا په فوټبال اتلولیو کې برخه اخلي.

د چهارشنبې په ورځ ( د جولای ۲۴) افغان ۱۶ کلنې لوبډلې له بوټان سره سیالي درلوده چې یوازې مساوي کېدل به یې هم نیمه پایلوبو ته لار پرانیستې وای.

خو افغان لوبډلې بری وموند او دا لوبه یې درې صفر وګټله.

لوبه ښه پیل نه شوه.

۱۹ دقیقې تېرې وې چې د بوټان تینزین شیزانګ ګول وکړ.

بوټان په خپلو تېرو لوبو کې له پاکستان سره یو په یو لوبه مساوي ختمه کړې وه او له نیپال څخه یې اووه صفر بایللې وه.

د لوبې په ۲۷ دقیقه کې د افغانستان وزیري ګول وکړ او سیالي یې مساوي کړه.

افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه له پاکستان سره چې د دې سیالیو پخوانی اتل و، بې ګوله مساوي کړې وه او له کوربه نیپال سره یو په یو پاتې شوې وه.

له بوټان سره د لوبې لومړۍ برخه یو په یو مساوي روانه وه.

د سیالۍ په ۶۳ مه او ۹۲ مه دقیقه کې محمد نصیر دوه ګولونه وکړل چې افغان بری ورسره یقیني شو.

په بله لوبه کې نیپال پاکستان ته درې صفر ماتې ورکړه.

په دې توګه له اې ګروپ څخه نیپال او افغانستان نیمه پالوبو ته ورسېدل.

ورته مطالب