هندی روزونکی افغان ۱۶ کلنه لوبډله پیاوړې بولي

Image caption هندي لوبډلې شپږ ګولونه وکړل او یوازې یو ګول پرې وشو.

د سویلي اسیا د فوټبال د ۱۶ کلنو لوبغاړو تر نیمه پایلوبې وړاندې هندي روزونکي د افغان لوبغاړو ستاینه کړې ده.

د نیپال په کټمنډو کې د یکشنبې په ورځ (جولای ۲۸) له ترسره کېدونکې نیمه پایلوبې وړاندې د هند د ملي لوبډلې روزونکي ګوتهم ګوش رسنیو ته وویل چې افغان لوبډله پياوړې ده.

ګوتهم ګوش خبریالانو ته وویل افغان لوبډله په دودیز ډول لوبه کوي چې دوه په برید، څلور په منځ او څلور لوبغاړي په دفاع کې لري.

هند چې په دغو سیالیو کې په بي ګروپ کې له بنګله دېش او سریلنکا سره و، دواړه لوبې وګټلې.

هندي لوبډلې شپږ ګولونه وکړل او یوازې یو ګول پرې وشو.

افغان لوبډله په اې ګروپ کې وه چې له درو لوبډلو سره مخامخ شوه.

افغانستان له پاکستان او کوربه هېواد نیپال سره لوبې مساوي کړې او له بوټان څخه یې درې یو وګټله.

پاکستان د دغو اتلولیو پخوانی اتل و خو له ګروپ برخې ناکامه شوی ووت.

له اې ګروپ څخه نیپال د ډېرو ګولونو په لرلو اول مقام او افغانستان دویم وموند.

د هند د ۱۶ کلنې لوبډلې روزونکی ګوش وايي د ده لوبغاړي د هرې لوبې په تېرېدا ښه شوي دي.

دی وايي په دویمه لوبه کې یې توپ ښه ساتلی او ډېر پاسونه یې کړې دي.

افغانستان په دغو سیالیو کې په لومړي ځل برخه اخلي.

د ځینو لوبغاړو ونډه او له لویه سره د یوې لوبډلې په توګه د دوی ګډه لوبه د کتوونکو پام ورخپل کړی دی.

په افغانستان کې فوټبال په تېره لسیزه کې خورا ډېر پرمختګ کړی او ملي لوبډله یې اوس په نړیوال درجه بندیو کې تر هند، پاکستان او د سوېلي اسیا له نورو هېوادونو وړاندې ده.

ورته مطالب