کرېکټ: د ۲۰۱۵ نړېوال جام مهالوېش اعلان شو

Image caption د ۲۰۱۵ کال د کرېکټ نړېوال جام پایلوبه به د استراليا په ملبورن ښار کې وشي

د کرېکټ د نړېوال جام مسوولينو په ۲۰۱۵ کال کې د کرېکټ د لوبو مهال وېش خپور کړی دی. د دغه مهالوېش له مخې پاکستان او د هغه سيال هند په بي ګروپ کې شامل شوي دي.

په اې ګروپ کې انګستان، استراليا، سريلانکا، نوی زيلاند او دوه نورې هغه لوبډلې چې د سياليو له لارې دغه جام ته ځان رسوي، شاملې دي.

په بي ګروپ کې جنوبي افريقا، پاکستان، هند، ويسټ انديز، زمبابوې، ايرلنډ او يوه بله لوبډله چې د سياليو له تېرولو وروسته به ځان ورسره يو ځای کوي، شاملې دي.

د کرېکټ د دويمې درجې هېوادونو له ډلې ايرلنډ لا له وړاندې نړېوال جام ته لاره موندلې ده.

د افغانستان کرېکټ لوبډله به هم دغو لوبو ته هغه مهال لاره پيدا کړي چې د کرېکټ د دويمې درجې له هېوادونو سره د لوبو له کولو ورسته په سر او يا دويمه لوبډله کې راشي.

د ۲۰۱۵ کال د کرېکټ نړېوال جام پایلوبه به د استراليا په ملبورن ښار کې ترسره شي.

په وروستي ځل په دغه لوبغالي کې د نړېوال جام پايلوبه په ۱۹۹۲ کې وشوه، چې د عمران خان په مشرۍ پاکستان وګټله.

د کرېکټ نړېوال جام لوبې په لومړي ځل په ۱۹۷۵ کې ترسره شوې او په ۲۰۱۵ کال کې به يې د لومړي نړېوال جام ۴۰ کاله پوره شي.

د نړېوال جام په سياليو کې ټولټال ۴۹ لوبې په ۱۴ ښارونو کې کېږي او دغه جام به ۴۴ ورځې ادامه ولري.

کوارټر فاينل يا نيمه پايلوبې به په ملبورن، سډني، ايډيليډ او ويلنګټن ښارونو کې وشي.

ورته مطالب