په کابل کې د افغانستان پاکستان فوټبال سيالي

Image caption دا په تېرو ۱۲ کلونو کې دويم ځل دی چې افغانستان د فوټبال سيالۍ کوربه کېږي

دا تر لسیزو جګړو وروسته لومړی ځل دی چې د فوټبال دا ډول لوبه په پلازمینه کابل کې کیږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي د دغې لوبه موخه د دواړو هیوادونو ترمنځ د سولې او دوستۍ رامنځته کول او د پاکستان خلکو ته د افغانانو پیغام رسول دي.

فربيا ظاهر په خپل راپور کې وايي، د افغانستان د فوټبال فدراسیون اوس د دغې لوبې لپاره په چمتووالي بوخت دی.

دوی د لوبو ډګر په مصنوعي چمن فرش کړی او د سیلانیانو لپاره یې هم ځانګړي ځایونه په پام کې نیولي دي.

دا په تېرو ۱۲ کلونو کې دويم ځل دی چې افغانستان د فوټبال سيالۍ کوربه کېږي.

په ۲۰۰۳ کال کې افغانستان د ترکمنستان د فوټبال د ملي لوبډلې د سيالۍ کوربه وو.

په تېرو لسیزو کې افغانستان د کورنیو جګړو له کبله د دغه ډول لوبو د کوربه توب چانس نه درلود.

خو په تېرو شاوخوا ۱۰ کلونو کې د ځینو نړیوالو ټولنو په مرسته اوس دغه هیواد دې پړاو ته رسیدلی دی.

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې روزونکی یوسف کارګر وایي، غواړي د سپورټ له لارې د افغانستان او پاکستان تر منځ دوستانه اړیکي پیاوړي کړي.

((د هغه راپور له مخې چې زموږ د هېواد د فوټبال د فدراسیون د سکرتر جنرال له خوا موږ ته راکړل شوی، د اګست په شلمه نیټه لوبه کیږي او د پاکستان د فوټبال ډله پر ۱۹مه نېټه افغانستان ته راځي او بیرته پر ۲۱مه نیټه خپل هېواد ته ستنېږي. دا هم زموږ او هم د پاکستان لپاره یو ښه چانس دی.))

ټاکل شوې د اګست شلمې لوبي ته ورته بله لوبه د راتلونکي کال د مارچ میاشتې په پنځمه په اسلام آباد کې له پاکستاني لوبډلې سره ترسره شي.

دا لوبې د يوه مخابراتي شرکت له لوري تمویلیږي، چې وايي په راتلونکي کې به له افغانستان سره د نورو هیوادونو د سیالیو زمینه هم برابره کړي.

د فوټبال د مسوولينو په خبره د فوټبال ملي لوبډله ۲۴۰ رسمي غړي لري چې د بېلابېلو عمرونو لوبغاړي لري او تر ټولو کوچني یې ۱۳ کلن دي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي په ټول هېواد کې د فوټبال څه باندي ۴۰۰۰ کلپونه فعال دي، چې هر یو یې څو ډلې لري.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په ۱۹۳۳ میلادي کال کې جوړ شوی او په ۱۹۴۸ کال کې یې د فوټبال د نړیوال فدراسیون فیفا غړیتوب ترلاسه کړی دی.

ورته مطالب