په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"له نمېبیا د کرېکټ نننۍ لوبې ګټل ستر بری دی"

Image caption د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر نور محمد مراد وايي د روان کال له لومړیو څخه د افغان لوبډلې اړتیاو ته ځانګړې پاملرنه شوې چې له امله یې لوبډلې په وروستیو کې خپلې لوبې په لویو توپیرونو ګټلي دي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې نن (یکشنبه د اګست په۱۱مه) له نمېبیا سره د کرېکټ یوه ورځنۍ لوبه وکړه چې په ترڅ کې یې د نمېبیا ټول لوبغاړي د ۱۹۳ منډو په جوړولو وسوځیدل.

افغان لوبډلې دغه هدف په ۳۱ اورونو او څلورو توپونو د پنځو لوبغاړو په سوځیدو (اوټ) کېدو پوره کړ.

د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکي وايي دا بری په ۲۰۱۵ کال کې د نړیوال جام لوبو په لور د افغان لوبډلې یو بل ګام دی.

ابراهیم امیري د افغانستان د کرېکټ بورډ له اجرایوی مشر ډاکټر نور محمد مراد سره مرکه کړې او په پیل کې یې د نننۍ لوبې په هکله ترې جزییات غوښتي.