افغان کرېکټ لوبډله سینګاپور ته رسېدونکې ده

Image caption د اسیا د رادبره کېدونکو لوبډلو اتلولي د اګست له ۱۷ نېټې تر ۲۵ پورې ترسره کېږي.

د اسیا د رادبره کېدونکو لوبډلو اتلولي په سینګاپور کې د دغې لویې وچې د پیاوړو لوبډلو په شته والي کې ترسره کېږي.

دا سیالۍ د اګست له ۱۷ نېټې تر ۲۵ پورې ترسره کېږي.

د اتو لوبډلو د دغې سیالۍ سیالان په دوو ګروپونو وېشل شوي دي.

افغانستان په اې ګروپ کې له هند، پاکستان او نیپال سره مخامخ دی.

په بي ګروپ کې سریلنکا، بنګله دېش، متحد عرب امارات او کوربه سینګاپور لوبه کوي.

هند، پاکستان، سرېلنکا او بنګله دېش په دغو سیالیو کې د ۲۳ کلنو لوبغاړو لوبډلې لوبوي.

دا اتلولۍ یو ورځنۍ او ۵۰ اوریزې دي.

افغانستان به خپله لومړنۍ لوبه د شنبې په ورځ د اګست په ۱۷ مه نېټه له نیپال سره کوي.

د هند او پاکستان د ۲۳ کلنو لوبډلې به هم خورا پیاوړې وي او په همدې دلیل به افغان لوبغاړي له نوي او لا ګران ازمېښت سره مخامخېږي.

په ۲۰۱۰ کال کې د اسیا په لوبو کې چې په چين کې وشوې د اسیا پیاوړ لوبډلو ورته لوبغاړي لېږلي و خو هند په کې ګډون نه و کړی.

په هغو سیالیو کې افغانستان پاکستان ته په نیمه پایلوبه کې ماتې ورکړه خو له بنګله دېش څخه یې پایلوبه وبایلله او د سپین زرو مډال یې وګاټه.

د سینګاپور په سیالیو کې به له هر ګروپ څخه دوه د سر لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار مومي.

په دې توګه افغانستان باید په هند او پاکستان کې یوه ته ماتې ورکړي او له نیپال څخه یې هم وګټي چې نیمه پایلوبې ته رسېدل حتمي کړي.

افغان لوبډلې په دې وروستیو کې نمېبیا ته په دوو یو ورځنیو لوبو کې ماتې ورکړه او ظاهرآ چمتو ښکاري.

ورته مطالب