د افغانستان او پاکستان د فوټبال سیالي

Image caption د افغانستان د فوټبال د ملي لوبدلې چارواکي وايي دغه لوبې له فيفا سره په همغږۍ ترسره کيږي او د لوبې څارونکي به هم له بهرنيو هيوادونو وي چې د فيفا په خوښه افغانستان ته رسيدلي دي.

د پاکستان د فوټبال ملي لوبډله د يو لړ لوبو د ترسره کولو لپاره نن کابل ته ورسېده، په پام کې ده چې دغه لوبډله به د افغانستان د فوټبال له ملي لوبډلې سره سيالي وکړي.

له شاوخوا درې لسيزو وروسته ښايي دا لومړنۍ لوبه وي چې د يوه بهرني هېواد او افغان ملي لوبډلې ترمنځ په پلازمېنه کابل کې تر سره کېږي.

د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکى همايون کارگر وايي که څه هم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کېدونکې لوبه به دوستانه وي، خو په وينا يې دغه لوبې کولاى شي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په راشه درشه سيورى وغوړوي او هغه واټن چې نن سبا تر سترگو کيږي د هغې په کمولو کې هم اغېز پرې باسي:

''د فوټبال لوبه هماغه شان چې د سولې استازې لوبه ده کولاى شي چې د افغانستان او پاکستان د خلکو او حکومتونو ترمنځ د سولې زېرى له ځانه سره ولري، دغه لوبه د فيفا د مهال وېش سره سمه ترسره کېږي.

دغې لوبه به د سريلانکا او تاجکستان د هېوادونو د څارونکو له خوا څارل کېږي، په ټوله کې په دغه لوبه کې د فيفا ټول نړيوال معيارونه په پام کې نيول کېږي چې سبا ته به د افغانستان په ورزشي لوبغالي کې ترسره شي''.

ښاغلي کارگر دا هم وويل چې په راتلونکې کې به افغان ملي لوبډله په اسلام اباد کې لوبو ته ورځي او هلته به سره لوبه کوي چې ښايي د ۲۰۱۴ کال د مارچ په مياشت کې د دواړو هېوادونو تر منځ په اسلام اباد کې ورته لوبه ترسره شي.

په افغانستان کې د ۱۳۵۵ لمريز کال راهيسته نړيوالې لوبې نه دي ترسره شوي او نه هم بهرنيو لوبډلو په دغه هېواد کې د نا امنۍ په وجه زړه نه ښه کاوه، خو د پاکستان د فوټال ملي لوبډله لومړنۍ لوبډله ده چې په پلازمېنه کابل کې د لوبو لپاره چمتووالى ښيي.

د ځينو افغان لوبغاړو په وينا په دې دوستانه لوبې سره کېداى شي چې د نړۍ نور هېوادونه هم په افغانستان کې لوبو ته زړه ښه کړي او دغلته سیاليو ته مخه کړي.

ورته مطالب