په کور د ننه لومړنۍ دوستانه سیالي

د پاکستان فوټبال لوبډله
Image caption د پاکستان شاهین فوټبال لوبډله د ۲۰۱۳ فبرورۍ کې نیپال ته د یو –صفر مقابل کې دوه ځلې په کور د ننه ماتې ورکړه.

له بهرني هېواد سره له کلونو- کلونو نړیوالو لوبو ته تږي افغان لوبغاړي او د دوی مینه وال په کور د ننه له ګاونډي پاکستان سره د فوټبال دوستانه لوبې ته چمتووالی نیسي.

ټاکل شوې چې تر کلونو وروسته د سې شنبې پر ورځ ( اګست ۲۰/زمری ۲۹) د افغانستان پلازمینه کابل د فوټبال د سیالیو کوربه وي. نن د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي لوبډلې سره مخامخ کیږي.

افغانستان د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د لست له مخې د فوټبال درجه بندۍ کې ۱۳۹ مقام لري، چې په وروستۍ فوټبال لوبه یې ‎په ۲۰۰۳ کال کې له ترکمنستان سره وکړه، هغه مهال پاکستان ونه لوبېده.

د افغانستان ختيځ ګاونډي پاکستان فوټبال لوبډلې مقام په نړیوال رینکیګ کې ۱۶۷ دی.

د پاکستاني فوټبال چارواکي وايي، ۳۶ کاله وروسته به د کابل نننۍ لوبه د تاریخ یو نوی څپرکی وي.

له اې ایف پي سره مرکه کې د پاکستان فوټبال فدراسیون سکرتر احمد یار خان ویلي، له پولې بهر د پاکستانۍ ډلې لېږل په زړه پورې اقدام دی.

د یادونې ده، چې تېر کې د دواړو هېوادونو تر منځ کله نا کله د لوبو مسابقې کېدې، خو په ۱۹۷۷ راهیسې د دواړو هېوادونو تر منځ د لوبو سیالۍ نه شته.

افغانستان او پاکستان پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل تر وخته (۱۹۷۹) د سپورت برخه کې تړونونه وو.

بل لور ته په ۲۰۰۹ کال کې لاهور د سریلانکا پر کرېکټ لوبډلې له برید وروسته پاکستان نه دی توانېدلی، خپله خاوره کې د لوبو کومه نړیواله سیالي تر سره کړي.

د سې شنبې په ورځ به له دې سیالۍ وروسته د افغان سوپر لیګ سیالیو لپاره له ټول هېواده اته لوبډلې له یوې بلې سره مخامخ کېږي.

کابل کې د فوټبال دغې دوستانه لوبې ته د ټیکټو اخیستو لپاره خلک په کتارونو کې ولاړ و، له دوی څخه یو تن او افغان زده کوونکی غلام عباس کوهي وايي چې "موږ له پاکستان سره دې لوبې ته ډېر خوشاله یو. په ټول ژوند کې مې دا ډول بله لوبه نه ده په زړه".

دغه ۱۶ افغان زده کوونکی زیاتوي چې "ډاډه یم چې دا لوبه به د افغانستان په ګټه تمامه شي، موږ یوه غښتلې لوبډله لرو، ما ۱۰ ټیکټونه او د افغانستان بیرغونه واخیستل، چې د سیالۍ پرمهال یې واغوندو".

د دغې لوبې لپاره تر شپږو زرو ډېر ټیکټونه خرڅ شوي، چې د هر ټیکټ بیه د ۱۰۰ او ۳۰۰ افغانیو (۲ تر ۵ امریکايي ډالرو پورې) ترمنځ وه.

په لوبغالي کې د ۶۰۰۰ تماشاچیانو لپاره څوکۍ سمبالې شوې، خو ښکاري چې د مینه والو شمېر به شاید ډېر لوړ وي.

Image caption دې سیالۍ ته د دواړو هېوادونو د اړیکو رغولو برخه کې خلک خوشبین ښکاري.

مخکني افغان فوټبال اتل محمد صابر روح پرور، چې تازه د دې لوبې لپاره له جرمني افغانستان ته ستون شوی، وايي چې "دا لوبه به د دواړو هېوادونو د ځپل شویو وګړو د خوښۍ سبب وګرځي. هیله من یم چې دغه دوستانه لوبه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور ډېرېدو او ښو اړیکو لامل شي".

پاکستان

د پاکستان شاهین فوټبال لوبډله د ۲۰۱۳ فبرورۍ کې نیپال ته د یو –صفر مقابل کې دوه ځلې په کور د ننه ماتې ورکړه.

خو بیا وروسته یې له مالدیپ سره ښه لوبه وکړه، خو یعقوب بټ په کې سخت ټپي شو.

افغانستان

د سوېلي اسیا ۲۰۱۱ تر لوبو وروسته، افغان فوټبال لوبډله غښتلې شوه، چې اوس د ۲۰۱۴ کال اسیايي اتلولیو ته چمتووالی نیسي.

ورته مطالب