کریکټ: افغانستان هند ته ماتې ورکړه

Image caption د هند له لوري راهول او بوني ښه لوبه وکړه، راهول خپله نیمه سلیزه هم پوره کړه.

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې نن د هند د درویشت کلنو ټیټ عمره لوبډلې سره په یوې زړه پورې لوبې کې ماتې ورکړه.

لوبه ډېره په زړه پورې او د نندارې وړ وه. د لوبې پچه یا ټاس هندي لوبډلې وګاټه او افغان لوبډلې ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

د افغان لوبډلې لومړۍ ویکټه د کریم صادق وه چې ولوېده. او ۲۵ منډې یې جوړې کړې.

د افغانستان لوبډلې نورو لوبغاړو لکه محمد شهزاد ۳۸ ، محمد نبي ۲۸ او میرویس اشرف ۱۸ منډې وکړې. خو بیا د سمیع الله شینواري لوبه ډېره تیزه او برخلیک جوړونکې وه.

سمیع الله شینواري ۴۳ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو. سمیع پنځه څلوریزې او یوه شپیزه ووهله.

افغان لوبډلې د اوو ویکټو په له لاسه ورکولو سره په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې ۱۸۴ منډې جوړې کړې او هندي لوبډلې ته یې ۱۸۵ منډو هدف کېښود.

دغه سیالۍ چې د ایمرجنګ یا رادبره کېدونکو لوبډلو کپ په نوم دي چې په سینګاپور کې روانې دي. افغان لوبډله په الف ګروپ کې ده چې تر اوسه یې دوه لوبې ګټلي او یوه یې بایللې ده.

هندي لوبډله له سره د افغان توپ اچونکو تر فشار لاندې وه، د عزت الله دولتزی او میرویس توپ اچونه ډېره ښه روانه وه، او هندي لوبغاړو ته یې د منډو جوړلو فرصت نه ورکاوه.

د هند له لوري راهول او بوني ښه لوبه وکړه، راهول خپله نیمه سلیزه هم پوره کړه.

خو نور لوبغاړي یې دومره ونه ځلېدل. کیپتان محمد نبي عیسی خیل درې هندي لوبغاړی او رحمت شاه دوه لوبغاړي وسوځول.

میرویس اشرف، حمزه هوتک او عزت الله دولتزي هم یو یو لوبغاړي وسوځول.

هندي لوبډلې په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې ۱۵۶ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې لوبه د ۲۸ منډو په توپیر وګټله.

ورته مطالب