افغان ملي فوټبال لوبډله نیپال ته وخوځېده

Image caption افغان لوبډله به په نیپال کې د سوېلي اسیا په فوټبال اتلولیو کې برخه اخلي.

د افغانستان د فوټبال ۲۰ لوبغاړي، یو روزونکی او دوه نور تخنیکي غړي له کابله کټمنډو ته د چارشنبې په ورځ وخوځېدل.

افغان لوبډله به په نیپال کې د سوېلي اسیا په فوټبال اتلولیو کې برخه اخلي.

د سوېلي اسیا فوټبال اتلولۍ په لسم ځل ترسره کېږي خو دا شپږم ځل دی چې افغانستان په کې ګډون کوي.

دوه کاله وړاندې افغانستان د دغو اتلولیو پایلوبې ته ورسېد او هلته یې له یوې لانجمنې لوبې وروسته له هند څخه وبایلله.

دا ځل افغانستان په بي ګروپ کې له سریلنکا، بوټان او مالدیپ سره مخامخ دی.

مالدیپ په ۲۰۰۸ او سریلنکا په ۱۹۹۵ کال کې د دغو اتلویلو اتل و.

په اې ګروپ کې د تیرو اتلولیو اتل هند، له کوربه هېواد نیپال، بنګله دېش او پاکستان سره بخت ازمويي.

د افغان لوبډلې د تګ پر وخت د روزونکي یوسف کارګر له خولې ځايي رسنیو ګیلې خپرې کړې وې چې ګواکې حکومت ورسره مرسته نه کوي.

خو ترې دې وړاندې د ولسمشرۍ له دفتر په خپره شوې اعلامیه کې راغلي وو چې د ملي لوبډلې ۲۹ غړو ته د نقدو پیسو مرسته اعلان شوې ده.

هر غړي ته د نژدې ۲۰۰۰ ډالرو د ورکړې اعلان شوی و.

خپله د لوبې په باب افغان روزونکي ويلي چې لوبغاړي یې چمتو دي او دا ځل د اتلولۍ په لټه کې دي.

دغه اتلولۍ د اګست له ۳۱ نېټې د سپتمبر تر ۱۱ نېټې پورې دوام کوي.

افغانستان به خپله لومړنۍ لوبه د سپتمبر په دویمه نېټه له بوټان سره کوي.

د سپتمبر په څلورمه نېټه به افغان لوبډله له سریلنکا سره مخامخ وي او د سپتمبر په شپږمه نېټه به د ګروپ په وروستۍ لوبه کې افغان لوبغاړي له مالدیپ سره لوبه کوي.

نیمه پایلوبې په اتم او نهم د سپتمبر او پایلوبه په ۱۱ د سپتمبر ترسره کېږي.

ورته مطالب