افغانستان له بوټان سره فوټبال لوبه لري

Image caption دوه کاله وړاندې په همدې اتلولیو کې افغانستان پایلوبې ته ورسېد.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د دوشنبې په ورځ، (د سپتمبر دویمه) د سوېلي اسیا د فوټبال اتلولیو خپله لومړنۍ لوبه له بوټان سره په نيپال کې کوي.

دا د سوېلي اسیا د فوټبال سیالیو لسمې اتلولۍ دي خو افغانستان یوازې په شپږم ځل په کې برخه اخلي.

دوه کاله وړاندې په همدې اتلولیو کې افغانستان پایلوبې ته ورسېد او هلته یې له یوې لانجمنې لوبې وروسته له هند څخه وبایلله.

افغان لوبغاړي د لوبڅار له لوبې هغه وخت خوښ نه و خو خپلو مینه والو ته یې نوې هیله وبخښله.

د ځینو په ګومان هغه د افغانستان د فوټبال لوبو لپاره د روښانه پېر پيل و. له هغه وروسته افغان ملي لوبډلې له تاجکستان څخه درې دوه وبایلله خو له پاکستان څخه یې درې صفر وګټله.

په روانو سیالیو کې افغانستان له مالديپ او سرېلنکا سره هم په ګروپ لوبو کې سیالۍ لري.

په دغه ګروپ کې بوټان تر نورو کمزوری ښکاري. مالدیپ او سرېلنکا د دغو اتلولیو پخواني اتلان دي.

افغان لوبډله چې له پاکستان څخه تر بري وروسته ښه مورال لري د ډيرو په ګومان د دې وړتیا لري چې بیا پایلوبې ته ورسیږي.

ورته مطالب