افغانستان بوټان ته فوټبال کې ماتې ورکړه

Image caption افغان لوبډله په بي ډله کې ده او په راتلونکو ورځو کې به د سریلانکا او مالدیپ له لوبډلو سره هم لوبې وکړي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د بوټان لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه.

لوبه د افغان لوبډلې په بریدونو پیل شوه او د بوټان لوبډله له لومړي سره په دفاع کې وه، افغان لوبغاړو په لومړۍ نیمايي کې وکولای شول یو ځل د بوټان لوبډلې ګول پرانیزي. او د لوبې لومړۍ نیمايي یو صفر پای ته ورسېده.

کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب لیکي، د لوبې په دویمه نیمايي کې که څه هم بوټاني لوبډلې خپله لوبه یو څه ښه کړه، خو ویې نه شو کولای چې کوم ګول ووهي.

بوټاني لوبډلې یو ځل د پنالټي چانس هم ترلاسه کړ، خو افغان ګول ساتونکي وکولای شول، د ګول ښه ساتنه وکړي او توپ یې پرېنښود چې ګول شي.

خو افغان لوبډلې ډېر ژر وکولای شول بل ګول هم ووهي. او لوبه دوه صفر د افغانستان په ګټه وه.

د لوبې د پای په شیبو کې افغان لوبغاړو یو بل ښکلی ګول هم وکړ چې په دې سره لوبه درې صفر د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.

دغه سیالۍ د جنوبي اسیا اتو هېوادونو افغانستان، هند، پاکستان، سریلانکا، بوټان، مالدیپ، بنګله دیش او نیپال ترمنځ د سرو زرو کپ په نوم روانې دي.

افغان لوبډله په بي ډله کې ده او په راتلونکو ورځو کې به د سریلانکا او مالدیپ له لوبډلو سره هم لوبې وکړي.

ورته مطالب