۲۰۲۰ اولمپیک سیالیو د کوربتوب لپاره هڅې پیل شوې

Image caption درې واړه کاندید ښارونه باید د هغه څه چاره وکړي چې په دې سیالۍ کې د بریالیتوب چانس کموي.

د استانبول، توکیو او مدرید ښارونو ا ستازي د ارجنټاین پلازمېنې بونس ایرس کې دي او هڅه کوي د ۲۰۲۰ کال د اولمپیک سیالیو د کوربتوب لپاره د نورو ملاتړ تر لاسه کړي.

د المپیک د نړېوالې کمېټې غړي به نن ناوخته د دې لوبو د کوربتوب لپاره په سري توګه خپلې رایې وکاروي.

د المپیک د نړېوالې کمېټې یوه مخکښ غړي کریج ریډي ویلي سیال ښارونه په سیالۍ کې سره ډېر نږدي دي او له همدې امله د ملاتړ ترلاسه کولو نننۍ هڅې به ډېرې مهمې وي.

درې واړه کاندید ښارونه باید د هغه څه چاره وکړي چې په دې سیالۍ کې د بریالیتوب چانس کموي.

د روان کال په لومړیو کې د لاریون کوونکو پر وړاندې سخت غبرګون د استانبول ښار وړاندیز پیچلی کړی، د فوکو شیما له اتومي بټۍ څخه د راډیو اکتيف موادو، خپرېدل د توکیو پر چانس اغېز کړی او د هسپانیې اقتصادي وضعیت به د دې هېواد وړاندیز ته زیان ورسوي.

ورته مطالب